د ویبلاگ د اداری خبرتیا

گرانو لیدونکو مننه چې تصور ویبلاگ ته راغلۍ خدای مو راوله هر کله راشئ

( د ویبلاگ د ادارې خبرتيا )

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد

که غواړۍ چې لیکنې ، شعرونه ، مقالې ، توکې تکالې ، پيغامونه او همدارنگه نور موضوعات مو په ( تصور) ویبلاگ کې هیواد والوته وړاندې شي نو د لاندې بريښناليک په واسطه یې مونږ ته راواستوئ .

ستاسو د همکارۍ په هیله.

ziarmohammadtasawur@gmail.com

د سبا باده گذر په چمن .....

د سبا باده ګوزر په چمن بيا کړه

په چمن کې رنګارنګ ګلونه وا کړه

زه توان د خرخشو لرم چې کړې يې

که دې زړه زما په مرګ دی دا ادا کړه

بې نياز څه خبر له نازه، چې ناز څه دی؟

ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما کړه

زه له خپله بخته چاوته فرياد کړم

چې پرون يې راته مخ و نن يې شا کړه

خوله مې ډکه شوه په شهدو، په شکرو

چې سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه

عاشقي که سراسر واړه بلا ده

ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه

زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه

غزل ، سعدالله جان برق

اس ام اس روز مادر www.taknaz.ir

غزل

تصور کې مې نګاره کله وی او کله نه وی
مسافر په دغه لاره کله وی او کله نه وی
د هوامکر ته ګوره چې رخسارسره دې چیړی
خوځه خیردغه مکاره کله وی او کله نه وی
مونږ دلرې نه هم یوبل دسپوږمۍ په لاره وینو
خوافسوس چې دغه لاره کله وی اوکله نه وی
سعدالله جان برق

اس ام اس روز مادر www.taknaz.ir

د انسان ۹ ارمانونه .....

د انسان ۹ ارمانونه په قران شريف کې ذکر شوي چې وروسته له مرګه به يي لري :

ادامه نوشته

غزل ، عبدالرحیم مجذوب

غزل

لا خو مې کتلي درته سم نۀ دي
تم شه ګله اوښکې مې لا تم نۀ دي

غم د جدايي په زړه غلبېل يمه
دا شانې سيخونه خو د زغم نۀ دي

ښکلي مې چې وګوري مسکا کوي
زۀ به لېونے يمه دوی ګرم نۀ دي

ځکه دې خداے بولمه توبه مې ده
ځينې قيصې ستا د بنيادم نۀ دي

شېخه دومره زر پرې خطا کېږه مۀ
ښکلي دي دا حورې د ارم نۀ دي

پوی دي د مجذوبؔ پۀ زړګي پوی دي ښه
ښکلي که وليان نۀ دي څه کم نه دي

عبدالرحیم مجذوب

غوره ویناوی

هیڅکله دغه اوه (7 ) پوښتنې له چا مکوه :

ادامه نوشته

غزل ، رحمت شاه سایل

تصاوير زيباسازی ، كد موسيقی ، قالب وبلاگ ، خدمات وبلاگ نويسان ، تصاوير ياهو ، پيچك دات نت www.pichak.net

غزل

زړګی چې روغ له درده شي زړګے نه پاتې کېږي
سړی چې بې جانانه شي سړے نه پاتې کېږي

ستا ښار کې زما کلې کې بازار د ضميرونو
په داسې قتلِ‌عام کې څوک ژوندے نه پاتې کېږې

ليلٰی په ښاريه کې ښکاره شوې ده ملګرو
دارؤو له هم صٰحرا کې لېونے نه پاتې کېږې

رقيبه ځان به اوبائيلو خو يار بائيللے نه‌شو
زمونږ نه دلته هيڅ پوله پټے نه پاتې کېږې

عادت چې په هر در د ټيټېدو واخلې سائِله
تندے که بلها شوخ‌ هم شي تندے نه پاتې کېږې

رحمت شاه سائل

تصاوير زيباسازی ، كد موسيقی ، قالب وبلاگ ، خدمات وبلاگ نويسان ، تصاوير ياهو ، پيچك دات نت www.pichak.net

د پړانګ او خره ترمنځ بحث .....

د پړانګ او خره ترمنځ بحث ......

ادامه نوشته

غزل ، سیدشاه سعود

غزل

په هوش کې د شرابو نه ېې ځان ساتلی دی
ېو کس په مېکده کې هم اېمان ساتلی دی

تفسېر کې مې يې تېره کړله ټوله زندګي
په زړه کې مې ېو ټکی ده قران ساتلی دی

له خاورو مو اخېستي پلوشې ده ژوندانه
همدې راته په سر باندې آسمان ساتلی دی

نيمزالې ېم خو اوس هم هلکتوب راسره شته
جانان مې لاهم هغسې جانان ساتلی دی

سپرلېه چې سمسورې مې شې دشتې ده وطن
په زړه مې بس هم دغه ېو ارمان ساتلی دی

سيد شاه سعود

ټوکه

ټوکه

د يو سړي کورته غله ورغلل ، د کور ښځه او خاوند په یوه فرش ویده وو ، غلو د کور د سامانونو په ټولولو شروع وکړ ، ښځي يې خاوند ته وویل ، جګ شه غلو د کور ټول سامان غلا کړل ، خاوند یی چی ډیر ډاریده ځان یی په خوب واچاوه.
کله چی سهار شو ښځي یی خاوند ته وویل ، غلو بیګا د کور تول سامان وړي يوازي همدا یو فرش پاتی دی.
خاوند یې ورته وویل ، په فرش باندي خو زمري ویده وو هاهاهاها

غزل ، رحمت الله درد

غـــــــــــــــــــــزل

ما وی په هجر به مې وژني ، په وصال مې وژني
غمجن مې نه وژني ، جانان مې دې خوشحال مې وژني
لښکر باڼه یې ګړد ولاړ وو ، له قاتلو سترګو
د چا ګومان وو چې د زلفو لاندې خال مې وژني
د ونې هغه ښاخ ریبه شی چې تر ټولو جګ وي
حاسده ! ته به مې څه وژنې خپل کمال مې وژني
رحمت الله درد

د لقمان حکیم صاحب له ویناوو څخه

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد

د لقمان حکیم صاحب له ویناوو څخه

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد

عمر او روزي په حساب او کتاب ده ، نو له هیچانه مه ډاریږه او مه ترې طمعه کوه

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد

غزل ، سیدشاه سعود

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد

غزل

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد
ژړا همدغه شانتې پریږده چې وي
خندا همدغه شانتې پریږده چې وي
ډیوې د سترګو راته بلې ساته
رڼا همدغه شانتې پریږده چې وي
سزا چې هر څه وي قبوله مې ده
خطا همدغه شانتې پریږده چې وي
د ښکلا هیڅ نعم البدل نشته دی
ښکلا همدغه شانتې پریږده چې وي
سعوده ځان کي څه بدلون راوله
آشنا همدغه شانتې پریږده چې وي

سیدشاه سعود

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد

غزل ، سید شاه سعود

غزل


مينه بس د يو سړي راسره نشته
وايم ټوله زندګي راسره نشته

ما ويل ولې په زړو جامو كښې راغلې
ويل ددي نه قيمتي راسره نشته

دغه مړاوی رژېدلی ګل مې واخله
نورې نښې دسپرلي راسره نشته

چې څوك اوخاندي نو اوخاندم سعوده
ګنې خپله خوشحالي راسره نشته

سید شاه سعود

حکایتی از بهلول دانا

روزی از بهلول پرسیدند :
راز طول عمر در چیست ؟
گفت : در زبان آدم
پرسید : چگونه است آن راز ؟
گفت : هر اندازه زبان آدم کوتاه باشد ، عمرش دراز می‌شود ، و هر چه زبان آدمی دراز شود ، از طول عمر آن کاسته می‌شود.

غزل ، رحمت شاه سایل

غـــــــــــــــــــــزل

نن یې راته ووې چې د ستا د اوسېدو نه دی
دا د ښکلو کلی دی، دا ښار د لېونو نه دی

ښه دې سادګانې اداګانې قاتلانې کا
هسې هم ټوټې زړګی د بیا پیوندېدو نه دی

دغه که ستا فرض و ناصحه، تا پوره کړ نن
خولې نه دې قربان خو زما عمر د توبو نه دی

یاره ستمګره دومره زړه راباندې مه سېځه
زړه مې لا زلمی دی دومره ژر د زړېدو نه دی

ودرېږه لږ مه پرېوځه اې د مازیګر نمره
لا مې تنده غری نظر موړ په تماشو نه دی
.
ستا او د ګل منځ کښې لا سایله ډېرې دشتې دي
تا لا د اغزو نه قدم ایښی په لمبو نه دی

رحمت شاه سایل

غزل ، اسرار اتل

هغه د باران لیونۍ شپه راته لا ياده ده

ژونده ستا سلګۍ سلګۍ قيصه راته لا ياده ده

ما درنه د خپلی مزدورۍ پوښتنه کړي وه

ای د کلي خانه ستا غوصه راته لا ياده ده

اسرار اتل

حکایت بهلول

حکایت بهلول و وزیر !

روزی وزیر خلیفه به تمسخر بهلول را گفت:خلیفه تو را حاکم به سگ و خروس و خوک نموده است. بهلول جواب داد پس از این ساعت قدم از فرمان من بیرون منه، که رعیت منی. همراهان وزیر همه به خنده افتادند و وزیر از جواب بهلول منفعل و خجل گردید.

غزل ، سید شاه سعود

غــــــــــــــــزل

ته چي نه یي ، د ژوند کار کـــــــولای نشم
راشــه راشــــه ، انتــــــــظار کولای نه شم

زنده ګـــــــــی زمــــا د وس ، خبره نه ده
خـــــو مجبور یمه ، انکـــــار کولای نه شم

مخــــــــــــــامخ راته ، قاتل د سر ولاړ دی
خو انســــــان دی ، پری ګذار کولای نه شم

ســـــــــــلامت ګودر، په بیه رانه ، غواړي
زه ســــــــودا د یو ، چــــــنار کولای نه شم

پټه میــــــــــــنه می ، همــــداسی پټه ښه ده
زړه می غواړي ، خو اظهار کولای نه شم

سید شاه سعود

غزل ، باقر

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد

غزل

په خپل ځان چې ستا د هر درد بلا اخلم

مطلب دا چې زه ژوندی یمه، ساه اخلم

د یوه سړي قیمت راسره نشته

که په بيعه شوه دا ټوله دنيا اخلم

یوه نوي محبت ته مې حاجت دی

د یو نوي دوکاندار نه سودا اخلم

نه يې خوله شته نه لمنه نه لاسونه

زه د داسې يو سړي نه دعا اخلم

خرڅوم د سپورو شونډونو نه پاړونه

په دې خپلې سرمائې به خندا اخلم

زه مجرم نه يم ددې نه ثابتيږي

د قاتل کور کې قاتل نه پنا اخلم

بس همدغه پوهېدل مې ناکامي ده

د هر لفظ نه چې باقره! معنا اخلم

شهنواز باقر

غزل

غـــــــــــــــــــــزل

د کلونو يو آرمان مى ﺯړګى غواړي

ربه را يې کړه جانان مى ﺯړګى غواړي

ليونى دى نه مې تخت شته نه وﺯرې

سفرونه د آسمان مې ﺯړګى غواړي

بل حکيم او طبيب پوه يې په رنځ نه شول

اوس علاج ته خپل لقمان مې ﺯړګى غواړي

زیار محمد تصور

ارواښاد استاد ګل پاچا الفت  د انتقادي  ريالېزم  سرلاری،  د ټولنې  رښتينی انځورگر او تلپاتې  قلموال

ارواښاد استاد ګل پاچا الفت  د انتقادي  ريالېزم  سرلاری،  د ټولنې  رښتينی انځورگر او تلپاتې  قلموال

 

لیکوال : انجنیر عبدالقادرمسعود

ادامه نوشته

غــــــــــــــــــــزل ، عابد صیب

غــــــــــــــــــــزل

خیـــر چی ټولوی هغه ملنگ په ماښامی راځی

ستا دیدن له ستا ملنگ په زیړ مازیگری راځی

اوس خو زما ساه ستا په وجــود پوری تړلی ده

ستا په تلو مرگی او په راتلــو دی زندگی راځی

ستا دیدن له ستا ملنگ په زیړ مازیگری راځی

شیخه ښپی اوباسـه گنی کیــــــــــوتی را پریوتی

وایی می ریبار چی دا دی سترگی توروی راځی

ستا دیدن له ستا ملنــگ په زیړ مازیگری راځی

تا سو د سپرلی نه څه کافـــــــــری مزی واخستی

مونږ له خو په لاس کښی د گلاب پر ځای ازغی راځی

ستا دیدن له ستا ملنگ په زیړ مازیگری راځی

چا ویل چی (عابد ) یی بی اسری او تنها پریښی دی

ما د غــم په ټال باندی هر وختی ځنگوی راځی

ستا دیدن له ستا ملنـگ په زیړ مازیگری راځی

د استاد کمین غزل

غـــــــــــــــــــــزل

   

شـــــــــــورونـه مــی د زړه د اوریدلو کله دی

پریشـــــانی خــاطـــــــــری می د لیکلو کله دی

آشنا به د شــــــــــرابو کیفــــیت ور څخه اخلی

که نه دا تــــــوری وینـــی می د څښلو کله دی

د زړه هره تڼـــــــاکه می دفتـــــر دی د دردونو

دا ســــــــوی ســــــــوی پاڼی د لوستلو کله دی

حیران یمه  " کمینه "زه دی خپلی حوصلی ته

د یار دومــــــــره ناخـــــوالی د زغمـلو کله دی

( کمین )

د عدم تشدد د ستر پالندوى او په پرنګي او پاکستاني جيلونو کې دهډماتي فخر افغان،باچاخان،له وينا وو څخه:

 

د عدم تشدد د ستر پالندوى او په پرنګي او پاکستاني جيلونو کې د  هډماتي فخر افغان، باچاخان، له وينا وو څخه :

پښتنو څه ګناه کړې ده چې د تاريخ له پاڼو يې د ورکيدوتکل روان دى؛ له خپلې خاورې محروم او د نابودۍ کندې ته ورټيلوهل کيږي. په پيړيو يې سوله نه ده ليدلي. په پرله پسې توګه بمونه پرې اوريږي، جګړه او ډلوژنه يې په برخه ده. خاوره اووطن يې دجګړې او امپريالستي ځواکونو د روزنې ډګر دى... د ژوند له هر ضرورت څخه محروم شوي. په زرګونو-زرګونو يې د پخوانيو استبدادګرو په لاس قتل شوي. اود برتانيا اوپاکستاني ظلمونوپه نتيجه کې په لکونو پښتانه، چې په اسيا کې به يو ځواکمن ملت او د بشري داعيې په خدمت کې واى، له يوه بل څخه بېل او ځبل شوي دي. زما تکل د دې ناعدالتۍ پر خلاف مبارزه ده."

روح دی ښاد وی

غــــــــــــــــزل جیلانی ( جلان )

غــــــــــــــــزل

نازدانه انکار یې داسې د خــــوږو خبرو منځ کې

لکه تت اور چې بلیږي د سرو سپینو زرو منځ کې

بیا به څومره معصوم زړونه دسلګیو له تیغ تیرشي

یوه ارزو په کمین ناسته د نظر د زغـــرو منځ کې

زه هغه اوس د ژوند داسې مرحــــله کې سره اوسو

لکه مات چې اعتماد وي د سنـــګر ملګرو منځ کې

په بې فکره کورنۍ کې یو شاعر یم ژوند مې داسې

لکه سور ګلاب ولاړ وي د کـــــږو ډبـــرو منځ کې

د زګروي اواز یې اورې؟ستا جــلان دی راشه راشه

لکه ژوبل مرغه ناست دی د زخـمي وزرو منځ کې

جیلاني ( جلان )  

پیرمحمد کاروان

غــــــــــــــــزل



وخت به راځي چې غــاښ دزهرو به ښـــامار نه لري
منـــصور به ګرځي مستـــــــا نه مــــــلا به دار نه لري
مارغان دې راشي زمونږ په لپو کې د ځــــــالې وکړي
غرمـــــــــو نښتر نـــه لري کلی مو چنـــــــــــارنه لري

مینې ګیلــــــه په غریو نیـــــــولي انــــداز داسې وکړه
خلک په خپلـــــو کارو بوخـــت دي په مـــا کار نه لري
وخپل تارونه یې سنـــــــــــــدروته  زنــدۍ جــــوړیږي
کوم یو رباب چې مـــطرب نه لــــري شــــــــاتار نه لري


څڼــــــوته څڼــــــډ ورکړه چې خـــــلک په رڼا پسې مري
دکلـي لمر تنـــــــدرنیـــــولی دی سهـــــــــــــــار نه لري
راشــه څاروان یې شه کاروان یې کـــــړه د ذوق لیونی
په غـرونو سر دي دسنــــــــــــدروښـــــارته لار نه لري

پیرمحمد کاروان

عمران الله (خنجر) وپیژنی !

عمران الله (خنجر) وپیژنی !

ادامه نوشته

ارواښاد ملنګ جان زموږ دهیواد خوږ ژبې، حماسي او اولسي شاعر :

ارواښاد ملنګ جان زموږ دهیواد خوږ ژبې، حماسي او اولسي شاعر :

ادامه نوشته

(  د خیال محمد استاد په غږ ویل شوی غزل  )

غــــــــــــــزل

 

د آرمان په ستــــــړو لارو وار خطا مخې له راشي

ریبار نیــــمه قصه وکـړي نیمه خوا مخې له راشي

اوس خــو وایمه که راشي نو زړگی به ورته سپړم

اندیښــــــــنو څه به کومه که رښتیا مخې له راشي

لا د میــــنې د اظهاره وړانــــدې نه یم مخکې شوی

ستا په مخ چــــې حیا راشي نو حیا مخـې له راشي

ورکې مینــــې پسې گرځم دشپو ورځـــو تسلسل کې

نن خو رانغــــله کیدای شي چې صبا مخې له راشي

(  د خیال محمد استاد په غږ ویل شوی غزل  )