غزل

لا خو مې کتلي درته سم نۀ دي
تم شه ګله اوښکې مې لا تم نۀ دي

غم د جدايي په زړه غلبېل يمه
دا شانې سيخونه خو د زغم نۀ دي

ښکلي مې چې وګوري مسکا کوي
زۀ به لېونے يمه دوی ګرم نۀ دي

ځکه دې خداے بولمه توبه مې ده
ځينې قيصې ستا د بنيادم نۀ دي

شېخه دومره زر پرې خطا کېږه مۀ
ښکلي دي دا حورې د ارم نۀ دي

پوی دي د مجذوبؔ پۀ زړګي پوی دي ښه
ښکلي که وليان نۀ دي څه کم نه دي

عبدالرحیم مجذوب