غزل ، رحمت شاه سایل

غزل
زړګی چې روغ له درده شي زړګے نه پاتې کېږي
سړی چې بې جانانه شي سړے نه پاتې کېږي
ستا ښار کې زما کلې کې بازار د ضميرونو
په داسې قتلِعام کې څوک ژوندے نه پاتې کېږې
ليلٰی په ښاريه کې ښکاره شوې ده ملګرو
دارؤو له هم صٰحرا کې لېونے نه پاتې کېږې
رقيبه ځان به اوبائيلو خو يار بائيللے نهشو
زمونږ نه دلته هيڅ پوله پټے نه پاتې کېږې
عادت چې په هر در د ټيټېدو واخلې سائِله
تندے که بلها شوخ هم شي تندے نه پاتې کېږې
رحمت شاه سائل

+ نوشته شده در سه شنبه ۱۴۰۲/۰۳/۲۳ ساعت ۹:۱۷ ق.ظ توسط زیارمحمد (تصور)
|
سلامونه او نیکی هیلی ومنی : گرانو او قدرمنو د تصور ویبلاگ لیدونکو دا ویبلاگ ستاسو خپل ویبلاگ دی ، زه صرف ددي پواسطه هیواد او تاسوته قدرمنو ته خدمت کول غواړم ، الله (جل جلاله ) دی وکړی چی ستاسو د پاملرنی ، خوشحالی او د ( لر او بر ) افغانانو د یو موټی کیدو لامل شی . ستاسو د همکاری او کامیابی په هیله . زیارمحمد (تصور)