د پړانګ او خره ترمنځ بحث .....
د پړانګ او خره ترمنځ بحث وشو. خر وویل: واښه ابي رنګ لري. پړانګ وویل: نه, واښه شنه دي....بحث ګرم شو او دواړه د ځنګل پاچا زمري ته ولاړل او خپله قضیه ورته وړاندې کړه.
زمري وویل: د خره خبره سمه ده. واښه ابي دي. زمري پړانک ته سزا ورکړه چې پنځه کاله به هېڅ نه غږېږي.خر د سزا له اعلان سره سم په ټوپونو او خوشحالیو سره شو. پړانګ بیچاره هک حېران شو. خر چې ولاړ, زمري ته یې وویل: اې د ځنګل پاچا! ستا پرېکړه په سر سترګو منم, خو ته پوهېږې چې واښه شنه دي. ولې دې سزا راکړه؟زمري وویل: اوله خبره خو دا ده چې ته له یو داسې حېوان سره بحث کوې چې ښه او بد نه پېژني, فقط خپله خبره او خپل فکر ورته سم ښکاري. دویمه دا چې دا حقیقت هم د پوښتنې وړ دی چې ته بحث پرې کوې؟ درېیمه دا چې تا په دې بحث باندې خپل وخت هم ضایعه کړ او زما هم.
تر ټولو بده دا ده چې خپل وخت د جاهل او نادان سره په بحث کې ضایع کړې. په دنیا کې ډېر خلک شته چې زر دلایل او شواهد هم ورته وړاندې کړې, حقیقت نه مني او خپله خبره, خپل ضد او خپل وهم او تصور ورته سم ښکاري.
کاپی
سلامونه او نیکی هیلی ومنی : گرانو او قدرمنو د تصور ویبلاگ لیدونکو دا ویبلاگ ستاسو خپل ویبلاگ دی ، زه صرف ددي پواسطه هیواد او تاسوته قدرمنو ته خدمت کول غواړم ، الله (جل جلاله ) دی وکړی چی ستاسو د پاملرنی ، خوشحالی او د ( لر او بر ) افغانانو د یو موټی کیدو لامل شی . ستاسو د همکاری او کامیابی په هیله . زیارمحمد (تصور)