غزل زین الدین حقیار
غــــــــــــــــزل
هره شیبه می دی په ســرو اوښـــــکو باڼه لیونی
لکه یو چــــــا چـی زورولـــی وی تل ښه لیونی
وخته داستا د بغــاوت چـــــی هیـــڅ پروا نلری
په پښتــنی مینی میـــن دی پښــــــتانه لیــــــونی
د دغه ښار خلــــکو د کرکی هــــرکلی کړی دی
د دغه ښار خلک د کــــــرکی دی پـــاخه لیــونی
دلته هر ښکلی داستـــا نــــوم په احتــــرام یادوی
ته گوری نه چی په هر لوری دی خـــواره لیونی
ښایی په نه خبــــــر قاتل وی تــــرینه غچ اخستی
داچی زیـــارت کی په ښیـــــراوو دی پراته لیونی
خدایزده چی بیا کومی ښکلا ترینه زړگی وړی دی
داچی ( حقیاره ) چـــاتـه نه وایـــی نور څه لیونی
زین الدین ( حقیار ) لغمان
جنگهای کابل
![]()
جنگهای کابل ...
![]()
د ملي ولولو خاوند، هیواد پال او اولس پال شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر
د ملي ولولو خاوند، هیواد پال او اولس پال شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر ...
مرکه وال : انجنیرعبدالقادرمسعود.
دمینې لیوني . شاغلی محمد زیب ( منتظر)
دمینې لیوني
ښکيل يوپه جنګ کې دخزان وخـــت دبهاريادوو
زوږدګوليوکې بلبل ،نغمــــــــې چــــــغـــاريادوو
ديارپه غيږه کې پرته اوښـــــــــکې لیموکې ساتو
شپه دوصال کې دبیلتون غـــــــــــم،انتظاریادوو
دغم په غولي یولوی شوي خــــــوښي څه پیژنو
ښکاري ګل هم راته اغزی،په نوم یې خاریادوو
ماریوچیچلي اوس له پـــــــړي نه هم ویره کوو
رویبار چې ووینو په زړونو کــــــې اغیاریادوو
لو داغزو کړو خو ریـــــبو ورسره خپلې ګوتې
څښو د ځان وینې،خوپه غم غیــــر ګرفتاریادوو
دوی موله کلي نه شړي موږدملک کــــــره ځو
ورک په تیاروکې یوخوبل ته ســــــمه لاریادوو
نوردي روان لوردمنزل ته موږغفـلت کې ویده
خپل یو ناتوانه ځکه ځواک دنیـــــکه پلاریادوو
دیارکوڅه کې تګ راتګ داغیـــــارنشو زغمی
ګریوان ته لاس وراچوو،پرســــــریې واریادوو
مينه کــــــړوموږدليونو، ټوکې، ټګی مونه زده
لکه منصورپر سر د دارهـــــــــم نوم دياریادوو
ساحل دژوندته رسیدل دمرګ کشــتۍکې غواړو
په سرو سکروټو ور روان یو کـــــــردیګاریادوو
اوس خوښه ستاده چې غرورکه ناپوهي بولې دا
ښکلي پاریس نه ښکلی خړپړننګــــــــرهاریادوو
خیر(منتظره !)کله کله عــــشق کې داسې هم وي
یارمودې نه یادوي ،موږبه یــــــــــې هرباریادوو
محمد زیب ( منتظر)
ټوکی ټکالی دریمه برخه ...
د شاغلی عبدالغفورلېوال یو نوی غزل
شمعه او شیشه
ستورو ته مې راز وایمه ، بام ســــره خبرې کړم
ستاسترګې چې نه وینـــم ،نو جام سره خبرې کړم
شپه ده او سپوږمۍ ده ، زه یـــوازې او یوازې یم
شمعه اوشیشه لرم ، خیــــــــام ســـره خبرې کړم
دی راته ستا سترګې او ستا سترګې مـلامتې کړي
زه چې مې دزړه له هـــــــرناکام سره خبرې کړم
هېڅ یوه شیبه یې ستا له یــاده خالي نه وي ،چې
زه دهرې ورځې له انجــــــــــام سره خبرې کړم
ستادخوږو شونډو منطق پـټ ساتم په شونډو کې
زه په ځان باورلرم ، ارام ســره خبـــــــــرې کړم
زه خوپه سیاست هم ستا پیکي اومخ عادت کړمه
سپین سهار ته ناست یم او ماښام سره خبرې کړم
دواړه مې دوینو تـږي ، دواړه دي چـاړه په لاس
یوخوا له پاچا ، بل خوا امام سـره خبـــــرې کړم
څوک به مغول تیغ نه دافغان ماشوم مرۍ ساتي ؟
نه شته خوشال نه شته، له بهرام سره خبرې کړم
ز ه لیونی ګډ یم ، دی خبر په خیــــرو شر نه شو
لاهم داسې ولس ، لا داسې قــــام سره خبرې کړم
۱۳۹۱ وږی ، ۱۳
کابل






سلامونه او نیکی هیلی ومنی : گرانو او قدرمنو د تصور ویبلاگ لیدونکو دا ویبلاگ ستاسو خپل ویبلاگ دی ، زه صرف ددي پواسطه هیواد او تاسوته قدرمنو ته خدمت کول غواړم ، الله (جل جلاله ) دی وکړی چی ستاسو د پاملرنی ، خوشحالی او د ( لر او بر ) افغانانو د یو موټی کیدو لامل شی . ستاسو د همکاری او کامیابی په هیله . زیارمحمد (تصور)