عمران الله (خنجر):

عمران الله ( خنجر) د مرحوم محمد رحیم خنجر ځوی په (1369) هجــری لمریز کال کی دلغمان ولایت په مــرکز کی زیږیدلی دی، خنجر صیب خپل لمړنی او منځنی زده کړه د لغمان ولایت په مرکزی لیسه (روښان عالی لیسـه) کی ترسره کړی دی ، په (1383) لمریزکال د شعرونو په لیـــــــــکلو باندی پیل کړی او شعرونه د هیواد په بیلوبیل مجلو او ورځپاڼو خپاره شوی دی.

غزل

ستا لیونۍ میـــــــــنې ته وس د محــــــبت نه لري
زړه مې له زوره غورځیدلی نـــــــــورطاقت نه لري


چې دې تردره څنــــــــګه درشمه بس دومره واورم
ستا چې له چا سره څه کار دی اوس فرصت نه لري


د کرکې ډکه محشره یې ژوند ته خـــــــــوښه نکړه
په تا میـــن له کـــــوره ووته مــــــــــــــالت نه لري

خدایګو تر حسنه به دې څنګ لاسونه ورســــــــوي
خنجر که دنګ دی خو دا ستا په څـیر قامت نه لري

عمران الله (خنجر)