غزل ، باقر
غزل
په خپل ځان چې ستا د هر درد بلا اخلم
مطلب دا چې زه ژوندی یمه، ساه اخلم
د یوه سړي قیمت راسره نشته
که په بيعه شوه دا ټوله دنيا اخلم
یوه نوي محبت ته مې حاجت دی
د یو نوي دوکاندار نه سودا اخلم
نه يې خوله شته نه لمنه نه لاسونه
زه د داسې يو سړي نه دعا اخلم
خرڅوم د سپورو شونډونو نه پاړونه
په دې خپلې سرمائې به خندا اخلم
زه مجرم نه يم ددې نه ثابتيږي
د قاتل کور کې قاتل نه پنا اخلم
بس همدغه پوهېدل مې ناکامي ده
د هر لفظ نه چې باقره! معنا اخلم
شهنواز باقر
+ نوشته شده در پنجشنبه ۱۴۰۲/۰۳/۰۴ ساعت ۹:۱۵ ق.ظ توسط زیارمحمد (تصور)
|

سلامونه او نیکی هیلی ومنی : گرانو او قدرمنو د تصور ویبلاگ لیدونکو دا ویبلاگ ستاسو خپل ویبلاگ دی ، زه صرف ددي پواسطه هیواد او تاسوته قدرمنو ته خدمت کول غواړم ، الله (جل جلاله ) دی وکړی چی ستاسو د پاملرنی ، خوشحالی او د ( لر او بر ) افغانانو د یو موټی کیدو لامل شی . ستاسو د همکاری او کامیابی په هیله . زیارمحمد (تصور)