غزل ، سیدشاه سعود

غزل

ژړا همدغه شانتې پریږده چې وي
خندا همدغه شانتې پریږده چې وي
ډیوې د سترګو راته بلې ساته
رڼا همدغه شانتې پریږده چې وي
سزا چې هر څه وي قبوله مې ده
خطا همدغه شانتې پریږده چې وي
د ښکلا هیڅ نعم البدل نشته دی
ښکلا همدغه شانتې پریږده چې وي
سعوده ځان کي څه بدلون راوله
آشنا همدغه شانتې پریږده چې وي
سیدشاه سعود

+ نوشته شده در یکشنبه ۱۴۰۲/۰۳/۱۴ ساعت ۴:۱ ب.ظ توسط زیارمحمد (تصور)
|
سلامونه او نیکی هیلی ومنی : گرانو او قدرمنو د تصور ویبلاگ لیدونکو دا ویبلاگ ستاسو خپل ویبلاگ دی ، زه صرف ددي پواسطه هیواد او تاسوته قدرمنو ته خدمت کول غواړم ، الله (جل جلاله ) دی وکړی چی ستاسو د پاملرنی ، خوشحالی او د ( لر او بر ) افغانانو د یو موټی کیدو لامل شی . ستاسو د همکاری او کامیابی په هیله . زیارمحمد (تصور)