غزل ، سیدشاه سعود














غزل
په هوش کې د شرابو نه ېې ځان ساتلی دی
ېو کس په مېکده کې هم اېمان ساتلی دی
تفسېر کې مې يې تېره کړله ټوله زندګي
په زړه کې مې ېو ټکی ده قران ساتلی دی
له خاورو مو اخېستي پلوشې ده ژوندانه
همدې راته په سر باندې آسمان ساتلی دی
نيمزالې ېم خو اوس هم هلکتوب راسره شته
جانان مې لاهم هغسې جانان ساتلی دی
سپرلېه چې سمسورې مې شې دشتې ده وطن
په زړه مې بس هم دغه ېو ارمان ساتلی دی














سيد شاه سعود
+ نوشته شده در دوشنبه ۱۴۰۲/۰۳/۲۲ ساعت ۱۲:۱۳ ب.ظ توسط زیارمحمد (تصور)
|
سلامونه او نیکی هیلی ومنی : گرانو او قدرمنو د تصور ویبلاگ لیدونکو دا ویبلاگ ستاسو خپل ویبلاگ دی ، زه صرف ددي پواسطه هیواد او تاسوته قدرمنو ته خدمت کول غواړم ، الله (جل جلاله ) دی وکړی چی ستاسو د پاملرنی ، خوشحالی او د ( لر او بر ) افغانانو د یو موټی کیدو لامل شی . ستاسو د همکاری او کامیابی په هیله . زیارمحمد (تصور)