د استاد کمین غزل
غـــــــــــــــــــــزل
شـــــــــــورونـه مــی د زړه د اوریدلو کله دی
پریشـــــانی خــاطـــــــــری می د لیکلو کله دی
آشنا به د شــــــــــرابو کیفــــیت ور څخه اخلی
که نه دا تــــــوری وینـــی می د څښلو کله دی
د زړه هره تڼـــــــاکه می دفتـــــر دی د دردونو
دا ســــــــوی ســــــــوی پاڼی د لوستلو کله دی
حیران یمه " کمینه "زه دی خپلی حوصلی ته
د یار دومــــــــره ناخـــــوالی د زغمـلو کله دی
( کمین )
+ نوشته شده در یکشنبه ۱۳۹۲/۰۶/۲۴ ساعت ۱۰:۵۰ ق.ظ توسط زیارمحمد (تصور)
|
سلامونه او نیکی هیلی ومنی : گرانو او قدرمنو د تصور ویبلاگ لیدونکو دا ویبلاگ ستاسو خپل ویبلاگ دی ، زه صرف ددي پواسطه هیواد او تاسوته قدرمنو ته خدمت کول غواړم ، الله (جل جلاله ) دی وکړی چی ستاسو د پاملرنی ، خوشحالی او د ( لر او بر ) افغانانو د یو موټی کیدو لامل شی . ستاسو د همکاری او کامیابی په هیله . زیارمحمد (تصور)