غــــــــــــــــزل



وخت به راځي چې غــاښ دزهرو به ښـــامار نه لري
منـــصور به ګرځي مستـــــــا نه مــــــلا به دار نه لري
مارغان دې راشي زمونږ په لپو کې د ځــــــالې وکړي
غرمـــــــــو نښتر نـــه لري کلی مو چنـــــــــــارنه لري

مینې ګیلــــــه په غریو نیـــــــولي انــــداز داسې وکړه
خلک په خپلـــــو کارو بوخـــت دي په مـــا کار نه لري
وخپل تارونه یې سنـــــــــــــدروته  زنــدۍ جــــوړیږي
کوم یو رباب چې مـــطرب نه لــــري شــــــــاتار نه لري


څڼــــــوته څڼــــــډ ورکړه چې خـــــلک په رڼا پسې مري
دکلـي لمر تنـــــــدرنیـــــولی دی سهـــــــــــــــار نه لري
راشــه څاروان یې شه کاروان یې کـــــړه د ذوق لیونی
په غـرونو سر دي دسنــــــــــــدروښـــــارته لار نه لري

پیرمحمد کاروان