غــــــــــــــــزل جیلانی ( جلان )
![]()
غــــــــــــــــزل
![]()
نازدانه انکار یې داسې د خــــوږو خبرو منځ کې
لکه تت اور چې بلیږي د سرو سپینو زرو منځ کې
بیا به څومره معصوم زړونه دسلګیو له تیغ تیرشي
یوه ارزو په کمین ناسته د نظر د زغـــرو منځ کې
زه هغه اوس د ژوند داسې مرحــــله کې سره اوسو
لکه مات چې اعتماد وي د سنـــګر ملګرو منځ کې
په بې فکره کورنۍ کې یو شاعر یم ژوند مې داسې
لکه سور ګلاب ولاړ وي د کـــــږو ډبـــرو منځ کې
د زګروي اواز یې اورې؟ستا جــلان دی راشه راشه
لکه ژوبل مرغه ناست دی د زخـمي وزرو منځ کې
جیلاني ( جلان )
![]()
+ نوشته شده در دوشنبه ۱۳۹۲/۰۴/۱۰ ساعت ۱۰:۹ ق.ظ توسط زیارمحمد (تصور)
|
سلامونه او نیکی هیلی ومنی : گرانو او قدرمنو د تصور ویبلاگ لیدونکو دا ویبلاگ ستاسو خپل ویبلاگ دی ، زه صرف ددي پواسطه هیواد او تاسوته قدرمنو ته خدمت کول غواړم ، الله (جل جلاله ) دی وکړی چی ستاسو د پاملرنی ، خوشحالی او د ( لر او بر ) افغانانو د یو موټی کیدو لامل شی . ستاسو د همکاری او کامیابی په هیله . زیارمحمد (تصور)