غــــــــــــــزل

 

د آرمان په ستــــــړو لارو وار خطا مخې له راشي

ریبار نیــــمه قصه وکـړي نیمه خوا مخې له راشي

اوس خــو وایمه که راشي نو زړگی به ورته سپړم

اندیښــــــــنو څه به کومه که رښتیا مخې له راشي

لا د میــــنې د اظهاره وړانــــدې نه یم مخکې شوی

ستا په مخ چــــې حیا راشي نو حیا مخـې له راشي

ورکې مینــــې پسې گرځم دشپو ورځـــو تسلسل کې

نن خو رانغــــله کیدای شي چې صبا مخې له راشي

(  د خیال محمد استاد په غږ ویل شوی غزل  )