غــــــــــــــــــــزل

خیـــر چی ټولوی هغه ملنگ په ماښامی راځی

ستا دیدن له ستا ملنگ په زیړ مازیگری راځی

اوس خو زما ساه ستا په وجــود پوری تړلی ده

ستا په تلو مرگی او په راتلــو دی زندگی راځی

ستا دیدن له ستا ملنگ په زیړ مازیگری راځی

شیخه ښپی اوباسـه گنی کیــــــــــوتی را پریوتی

وایی می ریبار چی دا دی سترگی توروی راځی

ستا دیدن له ستا ملنــگ په زیړ مازیگری راځی

تا سو د سپرلی نه څه کافـــــــــری مزی واخستی

مونږ له خو په لاس کښی د گلاب پر ځای ازغی راځی

ستا دیدن له ستا ملنگ په زیړ مازیگری راځی

چا ویل چی (عابد ) یی بی اسری او تنها پریښی دی

ما د غــم په ټال باندی هر وختی ځنگوی راځی

ستا دیدن له ستا ملنـگ په زیړ مازیگری راځی