څه لرمه چې د خدای...

څه لرمه چې د خدای په نــــــوم يې ورکړم
چې طبيت د خان صاحب پـــــرې برابر کړم

په  زر درېزره جــــــريمه قانــــــــع نه دی
مناسب وي چې يو چرګ ورميـــــسر کړم

زما وږي نس ته نه ګوري خــــان غواړي
يه يارانو سلا راکــړئ څـــــه هنــــــر کړم

په سلام او په ځار ځار نه پخـــــــلا کيــــږي
سل ګيز نشته  چې له جئبـــــــه يې بهر کړم

نن سبا به يې تر لښتو لانـــــــدې مـــــړ شم
اوس بايد چې کور او کلی پـــرې خبـــر کړم

زه چې خدای کړم د هر چا ګزار ته نــښـــه
څــــــــــه ګيله به د غريب او زورور کـــړم

نن به زه (  ملنګ جان ) صبر نه کار واخلم
خپل فرياد به پاک الله ته په محـــــــشر کړم
 


زلمیان 

نن زلميان د پــــــــــــــــښتنو تجربه کېږي
تماشــــــــو له يــــــې ولاړ دی ټول جهان
دا يادګار به تــــــــر قيامتــــــه پاتې کېږي
مېړنيه دا دی وخــــــــت دی د مېــــــــدان
نن زلميــــــــــان د پښتنو په جوش راغلي
ګـوښي ګـوښي لکه مست زمری غورېږي
د همت تورې لاســـــــــــــــــونو کې نيولې
د پتنګ غوندې پــــه سرو لمبو غور ځېږي
سمه غـــــــــــــــــر واړه څېرمې خوځېدلی
سين په خس او په خاشــــــــاک کله بندېږي
د هريو وينه رګـــــــــــونو کې اېــــــــشېږي
د رڼو تورو به جــــــــــوړ کاندي بـــــــاران
يا به د روح او تـــــــــن سره ډېر ګران شي
يا به جوړ کړي مســـــــــــــتقل پښتونستان
بېلول د روح او تن سره ډېــــــر ګران شي
ازادي او بښتانه دې روح او ځـــــــــــــــان
نه به ځمکې ته کوز ستوري د اسمان شي
نه پښـــــــــــــــتون به د بل چا شي غلامان
هر هم جنس د خپل هم جنس سره جوړېږي
چېـــــــــــرته ګل چېرته بلبل چېرته زاغان
پښـــــــــــــــتانه دخپلې خاورې پتنګان دي
پتنګ نه کـــــــــــوي د شمــعې ځنې څنګ
نه وېرېږي له غلـــــــيمه ســــــربازان دي

خـــــــــــدای ورکــړې خزانه د نام و ننګ
به جــــــــــګړو کې آزمــوده پهلوانان دي
مخـــــــــــامخ ځي که کوهي وي يا ګړنګ
وزی نامــــــــــه د ازادۍ نه قــــــربانېږي
دا د ستــــــــــــور دی په دنيا کې د افغان
ای پښتــــونه پلار نيکه ته دې لار ورکړه
دا کـــــــــږې جنــډې پرې چا دي ودرولي
ته هم نر شه سر ومال په دې لار ورکــړه
د همـــــــــت توره دې ټينګه کړه په ولي
احمــــــــدشاه بابا کيسو نه ځان خبر کړه
دښـــــــــــمنان يې دي تر کومه زغلولي
خو زما ملنګ جان سترګې نه غــــړېږي
اديـــــــــــرې ته کتی نه شم په هيڅ شان 


نفسونه شول غالب

نفسونه شول غالب ددې غمه ژړيږم

بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو

پښتون غريب برباد شو

نسونه مخالف شول خيالونه مختلف شول

د کور بغض او حسد مونږ لره نه دی مناسب

نفسونه شول غالب

هر څوک ګټه د ځان کړي، وطن به څوک اباد کړي

د قوم مينه د زړونو نه بهر شوه ښه پوهېږم

ددې غمه ژړېږم

ملک صاحب دې جوړوي، په ګېډه دې دی موړ وي

د خوار او د غريب پوښتنه نشته څه فساد شو

پښتون غريب برباد شو

سيد پخپل سيادت، د ځان غواړي عزت

قسم دې ما ونه ليد د وطن د خير طالب

نفسونه شول غالب

څوک ميا او څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول

وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم

له دې غمه ژړېږم

نه ننګ شته نه غيرت، نه خاورې ته خدمت

نن وګوره دنيا ته هر ملت سر په مراد شو

پښتون غريب برباد شو

ګوندي او عداوت، په مونږ کې شو عادت

دوستي او شفقت په پښتو کې شو غايب

نفسونه شول غالب

څوک وايي چې زه خان يم، معروف په کل جهان يم

هستي دولت مې ډير دی په خدمت باندې شرميږم

له دې غمه ژړيږم

دا خان نه دی خاين دی، پخپل ځان چې مين دی

هيڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو

پښتون غريب برباد شو

که حق وايم ويريږم، که نه وايم پړسيږم

د ځينو کارکنانو کار وي وړ د تعجب

نفسونه شول غالب

په ځای د عدالت ، ما وه ليد تجارت

له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبريږم

له دې غمه ژړيږم

خاونده مونږ اصلا کړې، دنيا کې سربالا کړې

ډير غله د خپل کاله دي هر سړی مل د فساد شو

پښتون غريب برباد شو

پښتونه وروره واوره، نيکونو نه دا خاوره

ده مونږ ته سپارل شوې يې غافل په څه سبب

نفسونه شول غالب

دد خاورې خدمت، کوی په صداقت

د کور په ځانځانۍ له باندنو خلکو شرميږم

له دې غمه ژړيږم

رښتيا رښتيا به وايم، چې څو په دې دنيا يم

مجبور دی "ملنګ جان" له ډيره غمه په فرياد شو

پښتون غريب برباد شو


څه غواړم؟

 

زه    په   دنیا  کې   د دنیا  نه   عدالت   غواړمه

زوی د انسان یم په ریښتـــــــیا انسانیت غواړمه

 

د خدای د پاره وکړیً غور مســـلمان پښتون یم

کلک با ایمان پښتون یم

 

دا گناه نه ده چې خپل ملک او شریعت غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیت   غواړمه

 

د بل   بارونه  په   دنیا  کې  خو   ډنګر   چلوي

نه چې بشر چلوی

 

زه څاروی نه یم پردو پیټو نه  نفرت  غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیت   غواړمه

 

ځمکه د خدای ده په کې برخه  هر یو قام  لري

هر څوک خپل سام  لري

 

له ما یې بل څوک ولې واخلي حقیقت غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیت   غواړمه

 

همت  لرم بې همت  نه  یم  خو  نزاع  نه غواړم

شور   په   دنیا   نه   غواړم

 

جګړه   نه  غواړم  په  دنیا  کې امنیت غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیـــت غواړمه

 

زلمیانو  واوریً  فریادونه د دردمن ملنګ جان

د لوغړن ملنګ جان

 

پښتنو   تاسو   نه   یوالی او   وحدت    غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انســانیت   غواړمه  


سر مې جار ستا له نامه

 

سر مې جــــــــــــار ستا له نامه پښتونستانه

ستا نوم مې نقش شــــــوی په ځيـــــــګر دی

پښتانه به ژوندون څـــــه کــــړي بې له تانه

هر يو ايښـــــــي ستـــا په مينه مال وسر دی

سر مې جــــــــارشه ستا د لوړو لوړو غرونه

له غيـــــــــرته چې هر يو جګ تر اسمان دی

صدقه شـــــــــم ستا د ګـــــــــــرانو پښتنو نه

چې منلــــــــۍ ستا خدمت په ټينګ ايمان دی

دښمن کلــــــــه بری وړی شي له هغــــــو نه

که هر څو مـــــــکر و فريب کې پهــــلوان دی

ميړنو ګـــــــويا ښــــــــــکاره کړ لــه ميــړانه

ځکه سور بيرغ هـــــر ځای کې لــروبـــر دی

په هر ځـــــای کې چې اصيل پښتون زاده وي

خاص الخــــاص پښتونستان له خدايه غواړي

هغـــه څوک چې بې غيـــــــرت حرامزاده وي

ټيټــې سترګې به د بل لــــــــــور ته ولاړ وي

اولاده بــه يې پس له مرګه شـــــــــرمنده وي

د وګړو د پېـــــــــــــــــــــغور ځنې بــه ژاړي

خپــل اولاد ته پيغــــــــور نه پريږدي له ځانه

هغه څوک چې د سوچه پښتون پـــــــسر وي

نارينه توب د پښتــــــــــــنو طبــعي عادت دی

بلې بلې چې رښتـيا ســـــــــــــــره پښتون وي

دوی لــــــــــيدلي د ازاد ژونــــــــدون لذت دی

مرګ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون وي

څه ناڅه که يې په کور کــــــــــــې عداوت دی

خو دښمن د پاره بيــــــــــــا په يو تــړون وي

پښتون نه دی په شــــــــــــــا تللی له ميـدانه

ټول جهان و ته ښکاره لکـه د لمـــــــــــر دی

چـې خپل واک او اقتدار يــــــې د ځان نه وي

که نــواب وي صدقه شه مـــــــــــا ملنګ نه

عــــــــــــــاجزۍ کې څه پروا د انسان نـه وي

خــــدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننګ نه

چـــــــــې په مال و سر ايسار په ميدان نه وي

جــــار قربان شه د پښتون د تورې شرنګ نه

خـــــــو زما ملنګ جان زړه دی پرې روښانه

نـــــــــن د هر زلمي په لاس د ننګ خنجر دی


تر کومه؟

بې بازخواست او بې پرســــــــان به يم تر کومه؟
سر سرتور څيری ګــــــــرېوان بــــه يم تر کومه؟

په نارو مې ستونی وچ شـــــــــو څوک يې نآوري
د کاڼه بــــــــــــادار دهقــــــــــــان به يم تر کومه؟

زما مخ د بل څپېړې به تـــــــــــــر څـــــــــو وي؟
په سلـګو او په جان جان به يــــــــــــم تر کومه؟

د وطن خدمت دپاره وزګار نـــــــــــــــــــه شـــوم
خدمتــــــــــــګار د هر يو خان به يم تـــــر کومه؟

په کـــــــــــــــــرلو او رېبـــــــــــــــلو يې پوهيږم
نالايق د دسترخوان بــــــــــــــــــــه يم تر کومه؟

په قيــــــــــــــــــامت کې به د ډېرو ګرېوان نيسم
خوف نه ګونګ زه ( ملنګ جان) به يم تر کومه؟

 

تو لعنت په هغه چا شه

 

تو لعنت په هغه چـــــــا شه چې په قام ســـوداګـري کا

د پنځـوپیســــــــودپاره د اغیـــــــارو نوکــــــــــــري کا

بله  نشته هســـــــــــي لــــــــویه مرتبه لـــه  آزادۍ نه

چې مې واك د بل په لاس وي په دې  څه که افسري کا

خدایه هسی زوی لوی نه کړې د پښنتون په کورنۍ کې

چې له ننگه بـې خبر وي او دښــــمـن  پرې  باداري کا

هغه سر به بختور وي چې د قام مخکې شي خـــــاورې

ځکه کام یې پس له مرگـــــه په مزار جمــــــع اوري کا

قربانیږه ملنګ جــــــانه د هغـــــو خلکــــــــو له زړونه

چې د قام له مینې ډک وي د هیواد خپــــل غمخوري کا


 

وطن جوړوو

 

موږ پښتانه یو ســـــــــازو باز د خپل وطن جوړو

کلي په کلي کور په کور ښکلــــــــی گلشن جوړو

 

دغه وطن موږ ته د پلار نیکــــــه میراث پاتې دی

سرونه خپل پرې  ورکـوو  تری نه  چمن  جوړوو

 

دغه وطن زمونږ او ستاســـــي معشوقه ده وروڼو

راځی چـــــی خپله معشوقه  ښه  په فیشن  جوړوو

 

موږ یو زلمیــــــــــــان د پښتنو دا اتفاق دی زموږ

خپل د وطن په نام و ننګ خاورې خپل تن جوړوو

 

هغه دښمن چې کـــــوږ نظر کــوي زموږ هیواد ته

ټوټې ټوټې زرې زرې هغه دښمـــــــــــــن جوړوو

 

زه ملنګ جان که قربانـــــــــــــي شومه په لار د وطن

یمه خوشحال ځان ته د سرو زرو کفـــــن جــــــوړوو


 

خاوره يې د سرو ده

 

خاوره يې د سرو ده  هر يو کاڼی يــــــــــې مرجان دی

زه چې  پرې  ميـــــــــــن يم  دا  هغه  پښتونستان  دی

دې  کې  اپريدي  اوسي
دې  کې اورکزي  اوسي

دې کې دي خليل مومند
دې کې يوسفزي اوسي

دې  کې  مموزي  اوسي ،  ددې خوړل  ډېر  ګران  دی

زه چې  پرې  ميـــــــــــن يم  دا  هغه  پښتونستان  دی

دا د خوشحال خان ګلشن
 دا د ميرويس خان ګلشن

دا د  در يا خان  ګلشن
 دا د ايميل  خان   ګلشن

باسي ترېنه زاغ زغن، ماليار يې باچا خــــــــــــان دی
زه چې  پرې  ميـــــــــــن يم  دا  هغه  پښتونستان  دی

دې کې ښه زلميان اوسي
دې کې شنه زمريان اوسي

دې  کې  ښه خانان اوسي
دې   کې  نوابان  اوسي

دې کې صمد خان اوسي، غليم ترې پــــــــه لړزان دی
زه چې  پرې  ميـــــــــــن يم  دا  هغه  پښتونستان  دی

خدای دې باجوړي لري

خدای دې چترالي لري

تل دې وي وزير مسيد
خدای خو دې ساپي لري

خدای دې اڅکزي لري، زړګی مې پرې روښــــان دی
زه چې  پرې  ميـــــــــــن يم  دا  هغه  پښتونستان  دی

 

جانان مه یادوه

چا غوږ کې راته وويل چې جانان مه يــــادوه
د سرو شونډو د پاسه سور پیــزوان مه يــادوه

دليل او برهانونو کـړم مين د يار په ستــــرگو
بيا څله راته وايې تـور چشمان مـــــــــه يادوه

زما مينه رښتيا ده هوس نه دى په دې پـوه شه
نو ولې وايې مــــاته چې جـانان مه يــــــــادوه

شمـع په ژا شــــــــــوه لباسـي پتنــــگا ن لاړل
وردانگه ملنـــگ جانه خوف د ځان مـــه يادوه


څه ملامت دي

 

مشران چې گوندیمار شي نو کشران څه ملامـــــت دي

سپین ږیري  چې نا اهل شي  هلکان څه ملامـــــت  دي

د پوهــــــــوعالمــانوپه منځوکــــــې چــــــــې نفاق وي

ناپوهه بېســــــــــــــواده شودهگان څــــــــه لامــت دي

چـــی زړه د ناصـــــحانو وي ډك شــوی لــه  حســد نه

ویناکــــــــې تاثـــیر نه وی  ســامعـان څـه مـــلامت دي

کوښښ چــې یوپښتون  دبل  پښتون د بــــــــري نه کا

په  دې کار کــــې پردي او گـــاونډیان  څه ملامت دي

بیناخلــــــــك چـــې مخ شــي د  نفـــاق   په گـــړنگونو

گیله وکړم له چا نه حافظـــــان څــــه  مـــلامـــــت  دي

ریښتني  پښتانه لـــــوی  خـــــادمــان اوسلیــم زړونه

دا ټول  چـې یو شـان  نه وي  مـــلنگان څه ملامت دي

ریښتیا وینا دې وکړه خدای دې خیر کړي ملنگ جانه

که هـــر څه درته پیښ شوو ستـــا یاران څه ملامت دي ؟


د چشمانو مې

 

د چشمانو مې بهيږي نن خــــــــــــوناب

چــــــــــــې مې حال د زمانې وليد خراب

صداقت او ننګ ناموس دنيا نه ورک شو

هر ســــــــــــــړی خوځوي ژبه په کذاب

د ساداتو سالکانو عــــــــــزت ورک شـو

عـزتمن دي چې لــــــــري چنګ و رباب

هيڅ صفـــت به د عالم چيرې وانه ورې

د پيمخو صفــــــت کيږي بې حســـــــاب

شان پوشان د زمــــانې ګرځي شړۍ کې

د شړۍ خاوندان اغـــــــــوندي کمخواب

دا ګــــــــــردش د زمانې دی ملنګ جانه

کارغه ناست دی په چګس باز په تراب 


یار ګرم نه دی

 

ما په    خپله ځان سیزلی یار ګــــــــــرم  نه  دی

په خپل لاس مې زړه بایللی یــار ګــــــرم نه دی

ما چې زړه په خپل لاس ورکړ خپل حبیـــــب ته

که  یې ساتلی که یې داغلی یار ګـــرم   نه   دی

د  عاشق   زړ  ه   د معشوق   د لاس  مڼــه ده

که   یې   بوی کړي که   خولې یار ګرم  نه   دی

هر   عاشق   د   معشوقـــــــــــــود در غلام وي

که   یې  شړلی  که  یې  بللی یار ګــــرم نه  دی

لکه   مار    هسي   په ما یې ګوزار وکــــــــــړ

ما   په   خپله    مار ساتلی   یار ګرم  نه   دی

یار ګرم   نه  دی یار ګرم   نه دی ملنګ   جانه

چې تا نه و  ً پیژندلـــــی یار ګـــــــــرم   نه  دی 


 

د معارف ترانه

د انسانانو فضيلت عـــــــــــــلم و عرفان دی وروڼو

شرف د ځان دی وروڼو

علم يو کان دی په کانونو بـــــــــــــــــې بها يې مثال

هر څه چې غواړې فی الحال

پکې موجود پراته اصيل درو مـــــــــــرجان دي ورڼو

شرف د ځان دی وروڼو

علــــــم يو باغ دی باثمر تروتــــــــــــــــــازه وی مدام

لري تر عمره دوام

خالق ساتلی له زوال او له خـــــــــــزان دی وروڼـــــو

شرف د ځان دی وروڼو

پوهه دارو ده د صحت که چا تری نوش کــــړ يو جام

هغه به تل وي نيک نام

خو ند د کباب خوند د شراب ورته حيـــران دی وروڼو

شرف د ځان دی وروڼو

تعريف د علم نه خلاصيږي که څوک ستړی کړي ځان

صفت يې ډير دی بی شان

دا څو مثاله نشـــــــــــــر کړي ملنګ جان دي وروڼو

شرف د ځان دی ورونو


 

ملنګ شم

 

زه چې راخلــمه کچکول او ستـــــــا ملنګ شم

نو هغه ساعت به تیر تــــــــــر نام و ننګ  شم

نام و ننګ به وي هـغــــــــــه ځای را نه  پاتې

په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم

پروا نشته که دنیا را پوري خــــــــــــــــــــاندي

ماشــــــوم نه یم چې نور و خاندې زه تنګ شم

ستا په عشق کې که ستــــــــی شمه په اور کې

فخر کـــــــــــــــــــاندم که زه یاد لکه پتنګ شم

ما چې عزم ستا د سپین رخسار دی کـــــــــړی

وا به نه وړم که په وینو کـــې رنګ رنګ شم

په شا تلــــل د مــــــــیړنیــــو بد نامــــــــــي ده

اوس به زه ملنګ جان څرنګه په څنګ شـــــم


هر ګز مه وايه ...

هرګز مه وايه هر هـر ګل تـــــــــــــــه رامبېل

چې اصيل وي هله جــوړ کـــــــــړه ترې امېل

خوند او بوی وي د هــرې مېـــــــوې بېل بېل

په بکياڼی کې خوند نشــته دی د هېــــــــــــــل

زيړ غوړي خوره چې بدن دې پرې صحت وي

ته پر ځای د زيړ غوړو مه خـــــوره تور تېل

فرق د سرو او جستـــو وکړه ( ملنګ جانه )

کوټ بنــــــګال پيــــــــــروزه مه ګڼه يو خېل  


که په حال زما

که په حال زما خبـــــــر تمام جهان شي

ټول عالم به په فرياد ان په سوران شي

لکه زه چې داسې زېړ زبېښــــلی ګرځم

هر بشر به داسې زېړ لکه زعفران شي

زه رټلی معشوقو يم نــه رغـــــــــــېږم

که عالم رانه د څيرمې حکيـــمان شي

که څوک ما منع کوي د يـــــــار له دره

د ماهي په وچې څه رنګه ګـــذران شي

تسلي زما د ســــــــــــوي زړګــي دا ده

يوځل کله به ښکاره د يار چشــمان شي

د يار مخ ته منتظر زه ملنـــــګ جان يم

چې زما د خوږ زړګي پورې درمان شي 


نوی موسم نوی بهار دی

 

نوی    موسم  نــــوی  بهار   دی

سینې  می  وســـــــــپړل    گلونه

را نه   جـــــــدا د   مینې  یار   دی

ځکه  مې ځي په مـــــــخ رودونه

 

دا لباسي  زلمي  به  څـــــه   کړم

چې ډول  یې غیرت یې نــــــه وي

خپل پیغلتوب  به پرې ورنه کــړم

چې ډول یې وي غیرت یې نـه وي

تن  مې هغه  زلمي  نه  ځــار  دی

چې  کړي  وطن  ته  خـــــدمتونه

کږې شملې دي ډیرې ډیـــــــــرې

په چـــــا مې سترگې نه خوږیږي

زما  د  زړه  لالی  دی    چیـــرې

په چا مې سترگې نه خـــــوږیږي

په کنډو ناست را ته اغیـــــار دی

ورو   ورو   کــوي   اشار  تونه

 

سبا    اتبار   دی   ورلـــه   ځمه

د    شهیدانو   په  مـــــــــزار کې

غنچــــــــــــه د گلو پرې شیندمه

د     شهــیدانو   په     مزار  کې

د دوی په وطن ایښي ســـــرونه

 

د غم   سرود  را ته    غــږیږي

زه ملنگ جان غم لـــــــه پیدایم

د غم سندري نه خـــــــلاصیږي

زه ملنگ جان غــــم لـه پیــدایم

زلمیانو لږ همت په کــــــار  دی

تنگ کړو د ښــــــځو پیغورونه


ځوانۍ سره شهرت.....

ځوانۍ ســــــــــــــره شهرت د ننګ او نام مزه کوي
ټټر په لار د قوم پـــــــــه وينـــــــــو رنګ مزه کوي

يا ژوند د خپلواکۍ ښه دی يا مـــــــــــرګ د شرافت
ميدان کې د سرباز د تــــــــــــوري شرنـګ مزه کوي

که ژوند ابدي غواړئ د خپل قوم په مخ کې مړه شئ
بيــــــــــــــــــرغ د شهــــــــيدانو رنګارنګ مزه کوي

ځوانان ښـايي په توره چې د ننګ توره په ملا کي
د پېغلـو په ســـــــــينو لاچــــــــــي لونګ مزه کوي

چــــــې واک يې د پـردو وي که قبا يــې وي د زرو
د هغـــــــــــــــــه نه زوړ کــند د يو ملنګ مزه کوي

د ځان غوښې کړه ويلې قوم ويښ کړه ملنګ جانه

دا ستا غوښــــــــــــــې وريتې لکه پتنګ مزه کوي 


چی بې ننگ او بې پښتو وي

 

چې بې ننګ او بې پښتو وي پښتون نه دی

چې د  قوم  په  شرمیدو وي  پښتون نه دی

پښتون  هغه دی چې غم د تمام قـوم  خوري

چې  د ځان په جګیدو  وي  پښـتون نه  دی

د  پښتون  نظر  مـــدام په ننګ  و نام   وي

چې  نظریې  په  پیسو  وي  پښتون نه  دی

پښتون   هرکــله  طالب   د خپل شرف  دی

چې طالب د سپینو سرو وي پښتون نه دی

پښتون  تل په خپله   ژبه ټینګ   ولاړ  وي

چې په دروغ یې گفتگو وي پښتون نه دی

پښتون   نشـــــــي باداري دچـــــــامنلـــی

چـې اختیار یــې د پردو وي پښتون نه دی

په نصیب د ملنګ جان دغه مصــرې شوې

چې خپه په دې مصــرو وي پښتون نه دی 


ما ژړل

ته د ناز په خــــــــوب ويده وې ما ژړل

ته بې غمه آســــــــــــــوده وې ما ژړل

ستا د مخ او د سپـــــــــــوږمۍ مقابله وه

ته په مخ تــــــــــرې آزموده وې ما ژړل

ستا د زلفو خــــوشبويي چور ليونۍ کړم

ته په عـــــــطرو کې لمــــده وې ما ژړل

ما درخواست د يوې خـــولې درځني وکړ

راته ښــــــــــــــکارې آزرده وې ما ژړل

وچ بالښت زما په اوښکو باندې لوند شو

ته پــــــــــــه ناز کې پرورده وې ما ژړل

دا زما ( ملنګ جان ) برخه کــــړيدل دي

ته لـــــــــــــــــه نازه پرخنده وې ما ژړل 


ملنګ شم

زه چې راواخلمه کچــــــکول او ستا ملنګ شم

نو هغه ساعت به تېـــــــــــر له نام و ننګ شم

نام و ننګ به وي هغه ځــــــــــــــای رانه پاتې

په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم

پروا نشته که دنيا راپورې خــــــــــــــــــــاندي

ماشـــــوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شـم

سـتا پـــــه عشـق کې که ستي شمه په اور کې

فخر کانـدم که زه يــــــــــــــــاد لکه پتنګ شم

ما چـــــــــې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی

وا بـه  نه وړم که په وينو کې رنګ رنګ شـم

په شــــــــــا تلــل د ميــــــــــــــړنيو بدنامي ده

اوس به زه (ملنګ جان)څه رنګه په څنګ شم 


هغه څوك چې وي پښتون ......

 

هغه   څوك   چې   وي   پښتون دورنگــــي نه کا

حقیقـــــــت دی  باز د زاغ  همــــــــــرنگي نه  کا

کـــــه اوبو په ځای شوده، د غوښې کوچ خوري

خسکي   چرگ   به ځان   چرگ   کولنگی  نه کا

چې د ننگ تی یې رودلـــــی وي لـــه مـــــــوره

هغه زوی به هیڅ کــــــــله بـــــــې ننگــــي نه کا

کـــــــــــــه په سریې درڼـــــوتـــــــورو باران وي

هغه زړه  چې  دپښتون  وي  تنگـــــــــــي نه کا

ملنگ جان د آزادۍ د لار مــــــــــــلنــــــگ دی

دریالــــــــــــــــــه پاره هیڅ مـــــــــلنگــي نه کا 


نه پوهيږم...

نه پوهيږم چې زه يار يم که اغيـار يم

په عالم کې ليونی يم که هوښــــيار يم

که هزار د صداقت بنياد قــــــــايم کړم

په ميدان د نمايش کې خيــــــانتکار يم

نه د چا ځنی څـــــه غواړم نه څه وايم

برناحق د يو او بل زير فشــــــــــار يم

که څوک ما نيسي په رسم او رواج کې

زه له عشـــــــقه هومره کله لاوزګار يم

خدای د مينې په رياست کې مـلازم کړم

کار تقدير کړي نو زه څله ګنهـــګار يم

د تقدير په رسۍ بند زه ملنــګ جان يم

نه مجنون ، نه لېـونی او نه بادسار يم 


زړه مې غواړي

 

زړه مې غـــــــــواړي د گلـونو په گلشن کې

لاس دې نه وي د اغـــــــــیار د یار لمـن کې

په سرو وینو مې د پلار سره سره گلــــــونه

رژل کیــــــــږي نن په پښــــو د زاغ زغنکې

دا اثر  د بې  ننگــــــۍ نه دی  نـــــــو څه دی

چې کوروال کې شي پردي د پلار مسکن کې

چې ښــــکاره یې درته ووایم پښتــــــــــــونه

له دې ژونده پیچیده ښه یې په کفن کــــــــې

تاسي راشیئ ما قانع کـــــــــــړئ منصفانو !

کـه خلاف د ملنګ جان  وي په سخن کـــــې 


ورځ مې شوه

ورځ مې شوه په انتــــــــــــــظار شپه په سودا
ورځ کې هغه ژړوي مــــــــــــــې شپــــه کې دا

لږ خو وخت د کـــــــــــرارۍ زما معــلوم کړه
دا خـــــــو نه کيـــــــــــــږي چې تل تــر تل ژړا

ستا په خـــــــــــوښه که ژړيږم باری خير دی
مګر نـــه د رقيـــــــــــــــــــــبانو پـــــــه سلا

ستا په ور کې چې غماز تور مخ ښکاره شي
لکه څـــــــــــــــوک چې په مسجد ويني ترسا

ستا په سر باندې ما کـــور ور کلی پرېښود
د مجنون په شـــــــــــانې ګـــــرځم په صحرا

ستــــا په سر باندې مـــا ټول اقربا پرېښول
يه کمــــــــــبخته مــــآوره ته د اقـــــــــــربا

ياره زه ملنــــګ جان ستا مينې احتياج کړم
گنې ما کلـــــــــــه احتــــــــــياج کاوه د چا
 

 


زما ځوانی ډول کوي

 

زما  ځوانی  ډول  کوي  له  پښتو نـــواله   سره

زه په پښتو او پښتنوالې باندې ســـــــــر ورکوم

 

زما یې خټه لمده کړې د غیـــــــرت پـــــــه اوبو

بې همتي لازمه نه ده زما له شـــــــــــــانه سره

د وطن مینه مې رودلې ده د مور پــــــــــه شودو

اوس یې خدمت ته یـم حاظر له ټینگ ایمانه سره

د غیرت توره مې نیولې ده په خپــــــــــــلو اوږو

د سربازي میدان له وړم توره له ځانـــــــــه سره

روح مې په تن کې آسوده وي استقـــــــلاله سره

زما  ځوانی  ډول  کوي  له  پښتو نوالــــه   سره

په ژوندانه کې چاته کله خپل سنـــــــــگر ورکوم

زه په پښتو او پښتنـــــــــوالې باندې سر ورکوم

 

په وینو رنگ وژلی خوښ یم خو غلام به نه شم

زما ارواح په ابتدا کې دا منـــــــــــــــــــلي نه دی

زه د وطن دښمن ته هیڅ لاس په سلام به نه شم

زما نیکونو هر گز ټیټ چا ته کتـــــــــــلي نه دي

خپلو حقوقو د غوښتو ځنې آرام به نــــــــــه شم

څو چـــــې د تن  وینې مې لاندې څڅیرلي نه وي

مقابلې ته  یم  حاظر لــــــــه ســـــــروماله  سره

زما ځواني ډول کــــــــوي له پښــــــــتنواله سره

ټولې دنیا ته زه په ټینگ عـــــــــزم خـبر ورکوم

زه په پښــــــــتو او پښتنوالې باندې سـر ورکوم

 

توپ طیــــــــــــاره زما هــمت ته اهمیت نه لري

خلک دغه چې یادوي ما ته خنــــــــــــــدا راځي

سنگر د نــــــــورو زما عــــزم ته طافت نه لري

هر یو  غلیم مې په نظر لکه گیــــــــــا راځـــي

توپ او ټانکونه زما مخې ته قوت نــــــــه لري

نه په ټوپکـــــــــــــو ماشینگڼو څه پروا راځي

د قربـــــــــــــانۍ میدان ته ځم زه په ټکاله سره

زما ځواني ډول کوي له پښتـــــــــــــنواله سره

خپله سینه د ننگ میدان کې لکه سپـــر ورکوم

زه   په پښتــــو او پښتنوالې باندې سر ورکوم

 

تــــــــــړلې ملا جنگ ته اته ملیون زلمیان لرمه

هر یو زلمی   زما    د یو  لښکر ځواب     کوي

د ولس مینونه شاته غم شـــــــــــــریکان لرمه

غلیم دې خوار شي چې زما مخ کې د باب کوي

ښه اهل کار ښه غمخواران او يوه مشران لرمه

هغــــه به غوره کړم چې دوی را ته خطاب کوي

غلیمه کور دي نژدې مه کړه له زواله ســــــره

زما ځواني   ډول  کوي   له    پښتنواله    سره

پر ځای د ډال تیغ د دښمن له خپل ټټر ورکـــوم

زه په پښتو او پښتنوالې باندې ســــــــر ورکوم

 

که د صورت وینې مې توی شي په خدمت د وطن

دا به دنیا کې یو لوړ نوم او سعـــــــادت وي زما

قربان قربان مې دا ځواني شه زرکـــرت له وطن

خو د وطن   د استقلال دې تر قیامــــــت وي زما

خدایه نصیب مې کړې ښه ښکلی شهادت د وطن

خپلو نیکو ته چې په گور کې مســـرت وي زما

زه ملنګ جان به هله سیال شمه له سیـــاله سره

زما ځواني ډول کوي له پښتــــــــنواله ســــــره

مبارکي به خپل پردي ته په بســـــــــــتر ورکوم

زه په پښتـــــــــو او پښتنوالې باندې سر ورکوم

یادښت  :  د اروا ښاد ملنگ جان ژوند لیک د همدی ویبلاگ په ( د شاعرانو پیژند گلوی ) پانه کی وگوری .