X
تبلیغات
TASAWUR --- تــــــصــــــور - د(( لوى افغانستان )) نوې هيلې ...
هـــر اړخـــیــــز ویبــــلاگ
 د(( لوى افغانستان )) نوې هيلې ...

د(( لوى افغانستان )) نوې هيلې

عبدالله شېرزی .

تيرديرش کلن ناورين زموږ هر څه په ټپه درولي، زموږ ټول وخت په تپل شويو جګړو کې تير شوی. نه د يو مطرح هېواد په توګه په سيمه کې راڅرګند شوو او نه مو هم د هغو افغانانو هيلې ترسره کړې، چې له څه باندې يوې پيړۍ څخه راپه دې خوا د تور استعمار تر سيوري لاندې ژوند کوي، ځکه په پلرني ټاټوبي کې وروڼو يو له بل سره وژل ، دلته د ژوند کولو ډيوه مړه شوې وه ، انسانيت ته په کې درناوی نه کيده پرته له وژلو او ورانولوڅخه دبل شي څرک نه ليدل کيده.
دلوى افغانستان هيلې ورځ تر بلې مړاوې کيدې خو لا هم ژوندۍ وې ځکه په هره تياره پسې رڼا حتمي ده او موږهم د همدې سباوون په تمه ناست وو.
د ډيورنډ کرښه، چې يو تن يې په دوو برخو وېشلی دى ترننه پورې پرخپل ځاى پاتې ده . دا د پښتنو بدقسمتي ده چې د نړۍ هيڅ زبر ځواک يې د خپلې ميړانې له وجې نشي زغملی ، ځکه دې قوم د تاريخ په اوږ دو کې هيڅ ښکيلاک ته غاړه نه ده ايښې له بده مرغه همدغو ښکيلاکګروپښتانه په ټو ټو ويشلي .په خپلو کې يې جنګولي يو د بل په وړاندې يې درولي .
دغه کرښه چې د وخت د برتانوي هند او امير عبدالرحمن خان تر منځ کښل شوې وه وروسته نه برتانوي هند پاتې شو او نه هم د اوسني هندوستان پخوانۍ پولې، انګريزانو د هند خپلواکي په رسميت ومنله او ددې لانجمنې سيمې په شمول يې د پاکستان په نوم يو بل هېواد هم وزېږوه .
هر هغه قرارداد چې په يو اړخيز ډول د يو ځواکمن هېواد له خوا پر کمزوري هېوادتپل کيږي په حقوقي لحاظ د منلو وړ نه وي ، کمزوری هېواد هر کله ادعا کولای شي و يې نه مني ، بل لورته هر کله چې د تړون (قرارداد) يو طرف له منځه ځي قرارداديې هم د تطبيق وړ نه وي .
له بده مرغه، چې زموږ تيرو حکومتونو هم دې موضوع ته ډير په سطحي ډول کتلي کله ناکله يې د نوموړي قرارداد د فسخ کيدو غوښتنې هم کړي بيا يې په همهغه ځای پرييښي او په دې اړه ځينې وخت د منطقي لارو چارو ځای احساساتو نيولی، چې هغه بيا زموږ په ضرر هم تمام شوي خو کيدای شي د وخت ضرورت به همدا وو ځکه لرو پښتنو ته د داسې غوښتنوهيڅ ډول اجازه نه وه هلته د عدم تشدد فعاليتونه هم پيل شوي وو خو هغه هم و ځپل شول .
ورورسته چې کله نيټه نږدې کيدله افغانستان هم په يو ناورين کې ښکيل شوی و، لومړی د کمونستي رژيم او مجاهدينو ترمنځ جګړې ورپسې د جهادي ډلو تر منځ جګړو هغه هيلې په ناهيلۍ واړولې د لوی افغانستان موضوع خو يو خوا پريږده د موجوده افغانستان د ويشلو طرحې هم ځينو ډلو جوړې کړې وې افغانستان په يوداسې موقعيت کې و، چې نور ددې هيله نه ترې کيدله چې د لوی افغانستان ادعا دې وکړي .
همدا ډول د لرې او برې پښتونخوا تر منځ په اقتصادي او کلتوري برخو کې هم له ورايه توپيرونه ليدل کيدل ، يو شمير انګيرنو داسې ښودله چې ددې دواړو خواوو يو ځاى کيدل به څه ستونزمن کار وي ځکه هيڅوک نه غواړي چې له باران نه ناوې ته کښيني سره له دې چې خپلواکي او بلواکي ډير توپير لري خو کله انسان د ژوند د اړتياوو تابع هم ګرځي .
اساسي ستونزه د جګړې وه ، سره له دې چې لرو پښتنو ګڼې ستونزې لرلې خو ژوند يې په امن او سوکالۍ کې تيريده خو په بره پښتونخوا کې د وينو ويالې روانې وې کور په کور غمونه وو، کوزه پښتونخوا د برو لپاره دسکون يوازنی ځای وو، نو په داسې حالت کې د کرښې ماتيدل شايد يو بل ناورين رامنځ ته کړی وای، چې هغه به تر دې هم پښتنو ته په لوی قيمت تمام شوی وای .
پورتني لاملونه وو، چې نه په افغانستان کې اونه هم دډيورند کرښې هاخوا پښتنو دلوى افغانستان داعيه پورته کړه، تريو وخته پورې د ازادپښتونستان خبره کېدله ، چې دافغانستان حکومتونويې هم اخلاقي ملاتړ کاو، دولسواکۍ په لسيزه کې ځينوملتپالو دلوى افغانستان خبره راپورته کړه، خو دشوروي اتحاد له يرغل وروسته،چې دپاکستان استخباراتي شبکې ته هم دلاس را غزولو لاره خلاصه شوه دا حرکتونه هم وځپل شول.
له ٢٠٠١ کال راپه دې خوا چې په سيمه کې دروان ناورين تريخ خوند دواړو لوريو پښتنو وڅکه اوپښتانه دګډ درد احساسولو ته اړوتل ، په کوزه پښتنونخوا کې د هيلو هغه څرکونه تر سترګو کيږی کوم چې په خوا تردې نه ليدل کيدل ، له بده مرغه چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې په راتګ سره کوزې پښتنونخوا ته هم د اور لړۍ وغځيده او دا سيمه هم د نړيوالو توطئو ښکار شوه . کار پوهان په دې باور دي، چې دغه لوبه د پښتنو دعام وژنې (ژنو سايد) په موخه په کار اچول شوې ځکه په دې نا معلومې پای لوبې کې د پولې د دواړو خواوو پښتانه وژل کيږي ، کلي يې ورانيږي او د ښوونځيو دروازې يې تړل کيږي ، يو لورته قومي مشران په بيلابيلو نومونو وژل کيږي له بلې خوا ماشومان او ځوانان په قصدي ډول له زده کړو بې برخې کيږي .
دې ټکي ته اوس په دواړو خواوو کې د سياسي مشرانو پام اوښتی ، دواړو خواووته سياسي ليډران او د چارو شنونکي کوښښ کوي دغې غميزې ته د پای ټکی کيږدي، اوس پښتنو دا حس کړې چې دغه لوبه د پښتنو پر ضد يوه نړيواله توطئه ده ، د کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه په دې باور دي، چې دغه عام وژنه دې نوره و درول شي ، دوى په خپلو منځونو کې يو په بل غږ کوي چې خپل سياسي او سليقوي اختلافات به پريږدو او تر ټولو لومړی به دغه ناورين ته د پای ټکی ږدو.
بل لورته د چارو شنونکي په دې باور دي، چې که د ډيورند د کرښې موضوع حل شي دې سيمې ته د امن راتګ حتمي دى ځکه غربي ټلوالې هم په دې سيمو کې جګړه په دې پلمه جاري ساتلې، چې ددوى په وينا دلته د تروريستانو ځالې دي، خودپنجاب په ايبټ اباد کې وروستيو پېښو وښودله ،چې داسې نه وه .
په کوزه پښتونخوا کې د سياسي رهبرانو ذهن بالکل دې ته اماده دی، چې د لوی افغانستان داعيه دې رابرسيره شي هغوى په دې اند دي، چې که لوبه داسې روانه وي نو د يو بل ناورين تمه کيدای شي ځکه په کوزه خاوره کې نا امني ورځ تربلې زياتيږي اقتصادي او د رغونې کارونه په ټپه ولاړ دي خلکو ته روزګار نشته په قبايلي سيمو کې ښوونځي تړل شوي او ډيری خلکو خپل کلي پرييښي او ښارونوته کوچيدلي چيرته چې نه روزګار شته ، نه بريښنا او نه هم د څښاک او به ، د خلکو اقتصادي وضعيت ورځ تربلې خرابيږي د ښارونو ډيری برخو کې نظامي مورچلې تر سترګو کيږي.اوددې ناورين د ختمولو لپاره د کوزې خوا خلک له افغانستانه هيله کوي ،چې ددې حرکت دپيل ابتکاروکړي، ځکه دوئ افغانستان خپل پلرنى هېواد بولي او لکه د نورو افغانانو په شان د سياسي او نورو ګڼو حقونو غوښتنه هم کوي، هغوئ د نن او سبا په تمه شپې ورځې تيروي چې نن يا سبا به له برې خوا د يووالي شين څراغ تر سترګو شي . سره له دې، چې دوى په خپلو سيمو کې سياسي قدرت لري او په دې باور دي چې تر هر وخت نه اوسنی وخت د دوئ په ګټه دی .
د لرې پښتونخوا نوی يا ځوان نسل تر بل هر چا ددې هيله لري چې لراو بر دې سره يو شي دوى په دې اړه ګڼ فعاليتونه پيل کړي په خپلو سيمو کې يې بيلابيل خو ځښتونه جوړ کړي ، ډيرو يې د خپلو فعاليتونو بيلګې انټرنيټ ته هم پورته کړي که فيسبوک ، ټويټر او نور بيلابيل پښتو او انګريزي سايټونه وليدل شي څرګندېږي، چې دپښتنو ترمنځ پخوانۍ پولې له منځه تللي، دکوزې پښتونخوا خلکو ته خپل ځانونه په خپله خاوره کې پردي ښکاري ،خپلو طبيعي منابعو ته لاسرسى نلري او اقتصادي وضعيت يې هم دپاکستان دنورو ايالتونو په پرتله ډېره کمزورې ده .
په اوس وخت کې د پاکستان داخلي سياسي اوضاع ډيره ترينګلې ده ، په سند ، بلوچستان او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې پنجابي ضد احساسات ډيرشوي دي ، ځکه په سند ايالت کې قومي او فرقه ييزې جګړې ورځ تربلې زياتيږي قومي مخکښ کسان او سياسي مشران يو په بل پسې ترور کيږي ، په بلوچستان ايالت کې هم د هرې ګولۍ نښه پنجابيان وي بلوچ مبارزين د ښار په واټونو او کوڅوکې مسلح ګرځي او ويل کيږي، چې په بلوچستان ايالت کې نا امنيو پنجابيان دې ته اړ کړي چې دا ايالت پريږدي، بل خوا په خيبر پښتونخوا ايالت کې هم خلک په دې باور دي، چې په دې سيمه کې د نا امنيو تر شا د پنجابي سټبليشمنټ لاسونه دي او په وړاندې يې کرکه ورځ تربلې زياتيږي ، نو ديو شمير کارپوهانو له نظره د پاکستان داخلي ستونزو دا هېواد له تجزيې سره مخ کړی .
پورتنيو ستونزو ، ناخوالو او نوو پرمختګونو ته که وګورو د نوو هيلو څرک ليدل کيږي د پلرني هېواد چارواکي بايد وضع په ډيردقت سره و څاري هغه لازم او مقدماتي تيارى دې ونيسي کوم چې ورته اړتياده او په دې اړه دې د نورو له تجربو څخه هم ګټه واخلي.

څانګې به نن سبا کې ګل شي
ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلې دينه

د ( لر او بر ) ویبپاڼی څخه په ډیری مننی .

|+| لیکل شوی د زیارمحمد (تصور) لخوا په سه شنبه 1391/03/16  |
 
 
بالا