X
تبلیغات
TASAWUR --- تــــــصــــــور - د خوشحال خان ختک شعرونه
هـــر اړخـــیــــز ویبــــلاگ
 د خوشحال خان ختک شعرونه

 

د اروا ښاد خوشحال خان (خټک) لنده پیژندنه او څو شعرونه یی : 

خوشحال خان د شهباز خان خټک زوی دی چی په (1022) هجری کال کی د خټکو په کلی ( اکوړه) کی پیدا شوی ، خوشحال د خټکو خان خورا میړنی غښتلی ، سپیڅلی او په وطن او آزادی مین مبارز وو.

خوشحال خان څو کاله په هندوستان کی بندی وو او د اورنگ زیب پادشاه سره تر مرگه دښمنی وه ، خوشحال خان خټک د خټکو قبیلی سرداری کوله نوموړی ډیر زامن در لود چی اکثریت یی شاعران ول .

خوشحال بابا د غزلو یو دیوان لری ، په شعری ژبه یی قصاید هم ویلی هدایه یی په فقه کی په پښتو راواړوله ډیر کتابونه یی لیکلی دی او په (1100) هجری کی په حق ورسید ، د خوشحال بابا نوم ، اشعار او کارناموسره هر څوک بلد تیا لری ، د هغه نوم ، اشعار زمونږ د ژوند و مبارزو سره نه شلیدونکی تړاو لری ، د هغه میړانه او تاریخی زړورتیا و اتل والی زمونږ د تاریخ او قهرمانی او اتل والی برخه ده چی په در ناوی یی یادونه ، روح دی ورته ښاد وی .

 


حمد

صورت ګر چې ښه صورت په ديوال سازکا
کل عالم ئې په صفت زبــــــــــــــان دراز کا
دهغه نقاش په ضــــــــــع نظـــــــــــــر نه کا
چې له څه څاڅکى نه دانقــــــــش وطراز کا
بند په بند دلاسوګوتې وبلــــــــــــــــه کيږدى
سرتاپايه درست صورت سره يــــــــــورازکا
خاص بنده دخدائې هغه ګـــــــــــڼ خوشحاله
چې د ځــــــــــــان په معرفت ئې سرفراز کا

 


حمد


ستا ثناده ترحد تيره دبيابان تر شــــــــــــګو ډيـــــره
هسې څوک دے چې خبرشى دديوشګوله عـــــــدده
نه ته زوړئې نه تۀ ځوان ئې لکه ئې هس يکسان ئې
لکه دے هســـــــــــــې به وينـــــه له ازلـــــه تر ابده
مزکه سبع سمواته دواړه کـــــــــــــــــونه کــــائنـــاته
واړه تاګوښې پيداکــړل بې له نورو لـــــــــه مـــــدده
داهمه واړه ملــــکونه تا لـــــــــــــه کاف ونــــــــونه
هــــــــــــم والا ئې دملکــــــونو هم منکر ئې له ولده
که سفيد دے که سياه دے په وحدت دستاګواه دے
ته محيط له هـــــــره څيزه له سفيده له اســــــــوده


 غزل
 

د سبا باده ګـــــــــــــــــــوزر په چمن بيا کړه
په چمن کې رنګارنګ ګلـــــــــــــونه وا کړه
بې نياز څه خبر له نازه، چـــــــې ناز څه دی
ستا د سترګو بلا واخــــــــــلم ناز په ما کــــړه
زه له خپله بخته چـاوته فرياد کــــــــــــــــــړم
چې پرون يې راتــــــــه مخ و نن يې شا کړه
خوله مې ډکه شــــوه په شهدو، په شــــــــکرو
چـــــــــــې سحر مې ستا د لام و بې ثــــنا کړه
عاشقي که سراســــــــــــــــــــــــر  واړه بلا ده
ما په ځان د زړه قبوله دا بـــــــــــــــــــلا کړه
زه خوشحال کمزوری نه يم چـې به ډار کــړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله يــــــــې راکړه

  


 غزل

د یار غم به په تنها صــــورت زغممه

دا بې  درد عالم به نــــــــه را  خبرومه

چې  دا اوښـکې غمازې د فــــراق دي

زه یې ځکه په گریوان کــــــې تویومه

همیشه یې په دا فکر در مــــــــانده یم

چې د خوږ  خاطر علاج به څه کومه

یــــــــــاره ته چې جدایي جدایي وایې

زه خوشحــــال ددې خبرې توان لرمه


 

غزل
 

بيا رباب د مـــــــغنـــــــــــي ښــه سرايت کا
په نغمه کــــــــــــــــــې نوی نوی حکايت کا
ګدايانو لـــــــــــــــره غم د ګېـــــــډې ډېر دی
بادشاهان دې غـــــــــــم د ملک او ولايت کا
د وفا مهر، کرم به يې لا څــــــــــــــــــه وي
په جفا کې چې دا هومره عــــــــــــــنايت کا
په ماڼې يې هم خوشحال شم هم دلګير شـــم
لکه څـوک چې له شکر و شکــــــــــــايـت کا
دا زمـا د بخت اثــر نه دی نو څــــــــــــه دی
له رقيبه چې شکوه په دا غـــــــــــــــايت کــا
په دا شـــهر کې څــرګند شراب خرڅـيـــږي
محتسب د باده نوشـــــــــــــــــو رعايــــت کا
که د ښکلـــو د ديدن ميـــنه ګنــــــــــــــــاه ده
سـکه خوشحال خټک درست عمر جنايت کا
 

 


 غزل
 

که زه نه وای عشـــــق به تــــالره بلل څوک
په پالنګ به دې دا هــــــــــسې درختل څوک
واړه عشق دی چې يې ســـــــــر راته ګياه کړ
ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښنــــــدل څوک
چې پتنګ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي
نورله څراغه نه يې غواړي جار وتل څـوک
بدرګه که محبت راسره نــــــــــــــــــــه وای
يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څــوک
ددې ميو پيالې ډېــــرو دي اخيــــــــــــــستې
ولې ما غوندې به نه وي لايعــــــقـل څــوک
د زنخ په چاه دې بند د شونډو مســــــت وي
روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک
ته پخپله راته ووايې چـــــــــــــــــــــــــې وايه
ګڼه  زه، د مينې راز ښکاره ويــــــــل څوک
ته مې وژنه د قصاص اندېښــــــــنه مـــه کړه
د خپل خون په توربه ونيسم يو بــــــــل څوک
ښه خو دا چې د چــا نوم په کې يــــــــاديږي
په فاني دونيا به نه وي ژوندی تــــل څــــوک
تا پخپله سپينه خوله خوشحــــــــال ته ورکړه
ګڼه دی، دا هسې شونډې ښــــــــکلول څوک

 


غزل
 

مرد هغه چې همت ناک، بــــرکت ناک
له عالمه سره خوږ په زيســـت و ژواک
مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد
نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپـــــاک
لږ ويل ډېر يې کول په خامــــوشۍ کې
د غونچې غوندې خله ډکه، سيــنه چاک
چې خبره د پستۍ، د بُلنـــــــــــآآدۍ شي
په لويۍ لکه آسمان، په پـــستۍ خـــــاک
په تمکين کې لکه سبر، په ســــخـــا کې
په هر لور څانګې ږنګورې لــکـــه تاک
لکه ګل شګفته روی تــازه په بـــــاغ کې
همېشه د ښو بلبلو پرې بلــــــــــــــغاک
چې دا هسې ښه ويل کا زه حيـــران يم
چې خوشحال راوړ له کـومه دا ادراک

 


غزل

عجايب سينګار يـــــــــې وکړ بـــــــيا بلا کا
د چشمانو په کـــــــــاته د زړونـــــو غـلا کا
معشوقې ته چې يې هومره حُســـــــن ورکړ
دا په دا چـــــــــې د عاشـــــــق خونه تالا کا
په هر ځای چې څو محبوبې سره کښــــېني
هغه ځای مې تر جنت ښايســــــــــــــته لا کا
دوه ميــــــــــــن که سره هر څو، مرور وي
خپله مينه يـــــــــــــــې بيا زر سره پخـــلا کا
تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخــــيږي
که راپــورته محبوبا سترګې شــهـــــــــلا کا
څو د شــاه په، ښکلي مخ باندې خــــــــالونه
ما به هم په هومره داغــــه مبتـــــــــــــلا کا
همګي يې ستا له مخه ګفتـــــــــګــــوی شي
چې دردمــند وبله ټول شــــي مشــــغولا کا

په ځیر ځیر یی مخ مگوره خـــــــــــوشحاله

په خــاطر به دی د اورلمبــــــــــــــی والا کا

 

غزل
 

چې مې وليدې دا تــــــــــــورې ستــــرګې ستا
زه به نه کړم هېرې نـــــــورې ستـــــرګې ستا
يا د باز يا د طاوس يــــــــــا د شــاهيـــــن دي
يا د تور هـــــــــــوسي که ګورې سترګې ستا
لکه وژغـــــــوري کــــــبلی سنــــــبل زار کې
د خواره اوربـــــــــــل تر سيوري سترګې ستا
لکه پټ ســـــــــــواره د جنګ نېزې پــه غاړه
دا اوږده باڼــــــــــــه پرې پـورې سترګې ستا
چې دې هســــــې و هـــــــر در و ته ولاړ کړ
د عاش دی اور په کــــــــــــورې سترګې ستا
لکه څوک په ميو مست شي هسې مست شي
زه چـــــــــــــــې ووينم ميخورې سترګې ستا
چې دې غوښت هغه ديدن دی ورتـــــه ګوره
که خوشحـال نه دي کـــــورې ستــــرګې ستا


غزل
 

لکه غـــــــــــشي لــــــــــــره بويه تير انداز
هســــــې شعر لـــــــــــــــره بويه سحر ساز

همېشه د زړه په لاس تــــــــــــــــله د وزن
زيات و کم د وزن يو تــــــــــــــوری غماز

په تور اس د حقيقـــــــت ناوې سوره کا
په سپين مخ پلو نيـــــــــــــــولی د مجــاز

سل جلوې، سل کرشمې، سل مکــــــېزونه
په نظــــــــــــر کې يې ښکاره د سترګو ناز

د صنــــــعــت زېور په څو رنګه پرېوځي
د تشــــــــبيه چندڼ، چــــووه بــاندې طراز

د تجنيـــس پايلـــې جوړې په پښو کـــړې
د ترصــــــيح منی په غــاړه اوږد، دراز

د مضمون نزاکـــــــــــــــت غمزه ورڅخه
سر تر پا درست صـــــــورت سره يو راز

که په نظم کې کارغه او ټپــوس راوړي
هم د زړونو په ښکار ګرځـــــــي لکه باز

چــــــــې يوه وينا يې وکړه هوښيار هغه
عاقـــــــــــــلان به ويل کاندي په ايجــاز

و پښـــــــــتو ژبې يې ډېره خوبي ورکړه
چې خوشال کړ په پـــــــښــتو شعر اغاز

 

غزل


 عجب کار دی ســـــــــتا د شونډو
ښه روګار دی ســــــــــتا د شونډو
پرې پنډو دی د ځــــــــــــــــوانانو
څه دربــــــــــار دی ستـا د شونډو
پـــــه کالـــــــــــــونو له ما نه ځي
بد خـــــــــــــمار دی ستا د شونډو
لکه ستــــــــــــــا زلفيني، زړه مې
په کنــــــــــــــار دی ستــا د شونډو
د يمــــــــــــــــــن يا قوت آبدار دي
که آبدار دی ستــــــــــــــا د شونډو
په صــــورت کې مې ځان څه دی
يو يـــــــــــاد ګار دی ستا د شونډو
په هجران کې سرې سرې اوښکې
دا نثــــــــــــــــار دی ستا د شونډو
ځـــــــــــکه ځان هسې عــزيز دی
پــــرې ګوزار دی ستــا د شــونډو
چې د خــــــضــــــر ترې مـايه ده
چشمه سار دی ستا د شــــــــونډو
ځان يې ستا له شـــــــــونډو پـايي
شرمســــار دی ستـــــــا د شــونډو
د خوشحــال خټــک پـــه زړه کې
انتظـــــــــار دی ستا د شــــــونډو

 


غزل
 

زه هم چېرې فــرزانه وم، فـــــرزانه يم لا تــــر اوسه
تل بېخوده دېوانـــه وم، دېــــــــــوانه يــم لا تـــر اوسه
جدايي نشته وصــال دی، ځنې بعد هــــــم خيــــال دی
له هغه چې هـــــــــمخانه وم، همخانه يم لا تـــر اوسه
چې راغلی په جهان يم، خبر شوی پخپــل ځان يــــم
د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تــــــــــــــــر اوســـه
په عــالم زمــا خبرې ، خلک کا په نـــــــــژدې لــرې
په وګـــړي افــــسانه وم، افـــــــــــسانه يم لا تر اوسه
چې د مخ پلو يې وا شو، يو مشــــــال و چــې نوا شو
هغــــه دم پرې پروانه وم، پروانه يـــــــم لا تر اوسه
ناوکـــــــي يې د مژګان دي، چې بلا زما د ځان دي
ورته عمر نښانه وم، نښـانه يــم لا تــــــــــــــر اوسه
چې يې ځان سره اشنا کړم،له هرچا يې شاپه شا کړم
له عالمه بېګانه وم، بېـــــــــــــــــــګانه يم لا تر اوسه
هغه بحر چې محيط دی، په افراط او په تفــريط کې
د غـــــــــــه بهـر دُر دانه وم ، دُر دانه يم لا تر اوسه
هغه شان له خپــــــــــــله ياره، بـــې وکيله بې ريباره
زه خوشحال چې يګانه وم، يګانـــــــــه يم لا تر اوسه

 

غزل

که اغزي وي ستـــــــــا له لاسه
تر ګلونو دي دپـــــــــــــــــــاسه
د زړګوټي ســــــــر مې ته يې
که ياران لرم بې قيــــــــــــاسه
چې به بل تر تا راتېـــــــر کړم
دا ويی د زړه وبــــــــــــــــاسه
که د نورو سره خـــــــــــــاندم
جهــــــــــــــان نه دی بې لباسه
له ماڼيــــــــــــــــه به دې ومرم
څه خـــــــــــو مخ راوجارباسه
که څوک تا غوندې ښکارېږي
څربښـــــــت بېل دی تر اماسه
تـر هــغه بــه نــادان څوک وي
چــــــې خــر ښه ګڼي تـــر آسه
د اغــــــــياره ســــره خــــــانده
په خوشــحــال تنـــدر پرېباسه

 


غزل
 

څو په باغ کې لا يو ګل د نوبــــــــــــهار شته : د بلبلو، د توتيانو پرې چــــــــــــغـــــــار شته

نن دې غم له مانه ځان ساتــي کـــــــه ښه کا : چې په سيل د بهار راســــــره يـــــــــار شته

چې له ياره سره مست، د ګلـــو ګـــشت کړم :  محتسب که رانــــــــژدې شي پيـــزار شــته

شيخ ملا دې زما غــــــم په بهــار نه خـوري : چې رباب او سريندې غوندې غمـخوار شته

نه به زه د ميو جام کښـــــــــــــــېږدم له لاسه: نه زما لــــــــــــــه پارســـــاييې سره کار شته

ما و خپـــــــــــــلې پارسايۍ ته رخصت ورکړ: په دا نورو پارسايانو مـــــــــې اوس ډار شته

ساقي! بيا زما د ښــــــــــــــــــار خبـــر واخله : لا يو څو په کوڅو پاتې پرهــــــــــېز ګار شته

ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګې : لا به ډېر عـــالم رسوا کا چې دا چــــــار شته

چـــــــــــــــــې په هره پياله عقل له ما زدويي : د ساقــــــــــــــي منت راباندې په بار بار شته

د ګلونو په موسم کې خـــــــــــــــوار هغه دی : چې يې نه پياله په لاس نه يـــــــې نګـار شته

نن هغه شـــــــــــــــــــاه جهان د زمـــانې دی : چې دسته يې د ګلونو په دســــــــــتار شــــته

چې نا اهل په غفلت وربانــــــــــــــدې نه ځي : ځکه وصل د هر ګل په څنګ کې خـــار شته

د بهـــــــــــــــــــــــــار زېبا ګلونه سوداګر دي : لخلخه به ځنې پيري چـــــــــــــې خريدار شته

نـــــــــن خوشحاله د زړه داد د عشرت ورکړه
دا څــــــــــو ورځې غنيمت دی څو ګلزار شته

 


پښتانه

 

اتفاق په پښــــــتانه كي پيــــــدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پـــــــاره كړ

هره چاره د پښتون تر مغـــــل ښه ده
اتفاق ورڅخه نه شته ډېــــــــر ارمان

پښتانه په عقل پوه چې نــــاكس دى
كوټه سپى د قصــــابانو د جوس دى

پښتانه په توره ښه دي تــــــــر مغلو
كه په پوهه پښتانه واى څه هـــوښيار

 

غزل

خپل عمل چې سړی سپک کا  :  لکه خــــس هسې يې ورک کا
بد عمل لېـــــــونی ســــپی دی :   چې حملې پخپــــــل ګنډک کا
مګـــــــر نه ګوري و ځان ته  : چې احوال پېغــــــور د پک کا
مـــــز ی ښـــکار کا د ګاوزو :   پيشو ګرځي ښکار موږک کا
دا خـــــــــــــبره ده چې کيږي :   که کيســـــــــه يې د دوتک کا
چتی، باز په  پـــــــرو  نه شو :    که الوځـــــــــــــي پرپرک کا
چې بيزو د بازيـــــــــــګر شو:  نن څه ناسته په انـــــــــډک کا
زما ژبــــــــــــــه نه ده اور ده:   ګــــــــــــوزارونه د ټوپک کا
خوشحال ناست په برمول دی
ارمــــــــــــــــانونه د اټک کا

 

 ننگیالی د زمانی

پرورده که د مغــــــــــــولو په نمــــــــــک یم   :  دا ورنگ له جوره هم له غـــــــــریوه ډک یم

 په نا حق ئی په زندان کـــــــړم یو څـــو کاله  : خدای خبر دی که ه خپله گنـــــــــاه شــک  یم

پښتنو ســــــــــره زړه تــــــــور دی د مغو لو   : خبـــــر دار ئی پــــــــه نیتونو یک په یک  یم

که سره کـــــــه نا سره راته معلـــــــــوم د ی   : په دا کار کـــــــــښـــی په معنی لکه محک یم

هغه زیست چه د عـــــــــــزت له مخه نه وی   : چه ئی کار په هغه زیست پوری هک پک یم

په خپل نام و ننگ راشـــــــم لیــــــــــونی شم    : خبر دار کله په سودو زیــــــــــــان د لک یم

اور ئی پوری په منصـــــــــب په نوکرۍ شه    : چه تــــــــــــــر فهم وتر نظر د مغل کک یم

هر پښتـــــــــــــــــون چه د مغولو نوکری  کا    : که د زده د هغو واړو بهـــــــــــــــــــترک یم

پښتانه لره شړۍ انډ یـــــــــــــــــــــرۍ بس ده    : نه په فکر د مسند نه د تـــــــــــــــــوشک یم

چه منصب می د مغل خــــــــوړیو ملک ووم    : چه منصب د مغلو نشــــــــــــته اوس ملک یم

د فرمان د پروانی حـــــــــــــکم ئــــی نه شته    : شکر دا چه په خپل حکم خپـــــــــل وک یم

آزادی ده په ساده سپینه جا مــــــــــــــه کښی    : خلاص له غمه د زر بفت و د میـلــــــــک یم

د وښو جو نگړی هسی را تـه ښـــــــی شوی    : وائی ناست په محلونو د آ هســــــــــــــک یم

که اوگره د بټو شته په شـــــــــــــوملو سپینه     : د مغلو پلاو پاتی ډیــر پـــــــــــــــری ډک یم

که می عمر په شماره د دیرشو تیـــــــر دی      : لا په کار کښی د ورلۍ لکــــــــــه ازبک یم

 د افغان په ننگ می وتړله تـــــــــــــــــــوره

 ننگیالی دزمانی خــــــــــــــوشحال خټک یم

|+| لیکل شوی د زیارمحمد (تصور) لخوا په جمعه 1390/11/14  |
 
 
بالا