X
تبلیغات
TASAWUR --- تــــــصــــــور - د زیار محمد (تصور)شعرونه.
هـــر اړخـــیــــز ویبــــلاگ
 د زیار محمد (تصور)شعرونه.

7yz0qje5jlz0hkngv04c.jpg

 

نعت شریف

په انبـــــــیاو کــــــﯥ زمــــــونږه پیـــغـــــبردی ښکلی

ثانـــــﻲ یی نـــــشته دکـــونیــــنــو معـــــتبر دی ښکلی

شپــه دمعـــــــراج کى گـــــوره عـــــرش معلا ته لاړه

داد محشر په ورځ زمــونږ شــفــاعـــت گـــردی ښکلی

څلـــوریــــاران یــــی دی صدیـق او دعـــمر په شانتی

هیــربه می نــــشی چی عثـمان علـی حــیـدر دی ښکلی

زه تــصور به پــــری نازیږم پــــری به فـــخــر کـــوم

چی مـــــو نبـــــیانوکی ښایسته نبی ســرور دی ښکلی

 

 

 تصاوير زيباسازی وبلاگ،قالب وبلاگ،خدمات وبلاگ نويسان،آپلودعكس، كد موسيقی، روزگذر دات كام http://roozgozar.com

 

دوصال رنگینوشپوکی

 

په دی ټگه دنیـــا گـــــی کـی

څه عجیبه شانتـــــی وخت وو

زه اوته چی به پری ناست وو

دشـــاهـــانوغونـدی تخت وو

 

ســتاد حســـن پاچـــاهـی وه

ته پـاچا زه دی وزیـــــر وم

ستاد تــکی سپیــــنی غاړی

ای جــــانانه زه زنځـــیـروم

 

چـی سهر به را بـیدارشـوم

ستــابه نوم زما په خوله وو

بل څــه نه وو خــوږه یـاره

محبـــت می ټـول دزړه وو

 

مازیـگر به چـــــی ورتـللو

دبـاغـــــونو تماشــــــــو ته

ماغونچی غونچی گـلان به

جـــوړولو ستاکمــــــڅـوته

 

مازیگر به چی ماښـام شــو

هری خواته به تیـــاری وی

خوزمونږ تیاره مــالت کی

ستادمخ شغلی خــوری وی

 

دوصـال رنگــینوشــــپوکی

یولــه بـــــــله زاریـــــــدلـو

هیڅ خــوبونه بـه مـونه وو

ترصـــــــبـابـه خــــندیـــدلو

 

ستا تصویر چی به جــــانانه

زما ستـــرگــوکی میــلمه شو

شـــــوم به تـاته تـــصور کی

هــریــــوغم به می لمــبه شو

 

 

 

خیاله

خیــــاله دیار دمخ دلیــدوکی چـی ثـواب ښکاری

دازړه می هم سوری سوری کباب کباب ښکاری

دیارښکلا می دکوچنی اولوی اخـــتر په شـــانتی

کله شی ســــورگل دغاټــــول کله گلاب ښکاری

په میـــــخانه کی دشــــرابو ډک جامونه څه کړم

ماته دیار په ســـــرکو شونډوکی شراب ښکاری

په مدرسه کی می د مینی سبق لوســـــتی نه دی

خوغټی سترگی یی د مینی غــــټ کتاب ښکاری

دیارپه میــــــنه کی رټــــــلی زوریدلــی  دی ډیر

ځکه نو دغــــــه تصــــور درته بیـــتاب ښکاری

 

زیبا 

 لکه باران

لـــکه بـــــاران لـــــــــکه ږلی وریـگه

زمـــا د زړه پــه دنــیـــا گـــی وریــگه

خیرکه په چم کی مو غــمازژوند کوی

خـوته بـــیاهم په ښـه مســـــتی وریگه

پریږده چی ښه ستـی وتـی شی پکــی

درقیب زړه باندی گـــــولی وریــــگه

آ تصور شـــو لــــیــونــــی درپــــسی

پری غنـــــم رنـگی لیــــــونی وریگه

 

 

دمینی نښه

دماشـــوم په شــــانتی وایم په ژړاکی

کاش چی نه وای پیدا شوی په دنیاکی

هــــغه ښـکلی یارمی لاړه بی وفاشوه

اوس دمــــینی نــښه نه ویـنم په چاکی

مـــــین زړه زمـا سـری ویـنی بهیږی

یارچی وگورم رقیـب سـره په خواکی

دغمــــونـو دابـــــاران به په مانه وای

یـــوه زره وفــا کــه وای په بی وفاکی

تـــــصــــوره دنـــاصــــح دی نه منله

لیونوغوندی اوس گرځه په صحراکی

 

 

دخدای لپاره

سپــــینه شــه اوپــاکـه شـه هنداره شه

مســــته شــه نـغــمه ټــوله سـیتـاره شه

نـــورد رقـــیبـــانو لـــمسون مـــه مـنه

راکـــړه سپـینه خـوله لږه هوښیاره شه

داچــــی لــــه مــودونه پـس راغلی یی

زاردی شــــم معـــطلــه تــرسهـاره شه

اوس خومی زرگی د ی ستادبـڼ گلاب

دیـــره بــــی وفــــا یـی وفــــاداره شه

بـــس د تـــصـــور خــــبــره ومـــــنه

ته راســــره مــــل دخــدای لپـاره شه

 

 

وړندی سترگی

ستامی خوښیږی دغه سری سترگی

یــو وار  را واړوه دامـــړی سترگی

بس ډک جـــامـونه دی دمـــیوگرانی

راکړه زمـا شـی هـــــم نشی سترگی

زماپـــرهرزړه پری همیش رغیږی

نـــن دی لـه خـیاله وتی ښی سترگی

دهـــرچا زړونه دی پرهرپرهرکړل

ظــالمـی ســـتادی تــمانچـی سترگی

بس دی ظـــالمی نــوریـی مه دردوه

دتــصـوربــه شـــی وړندی سترگی

 

مهترلام بابا

منم چی ډیـر ډیـر زیـارتونه شته دی

زمــا خـوهـــریـــوته ســلام دی کنه

دهـریـو خپـل ځایــونه خپل مــرتبی

خـومــهترلام خــومــهترلام دی کنه

 

داشنــــو درو اومــنظــرو نـه قربان

داستا هرځای ښکلاښکلا دی گرانه

شـــم دی له جــــگومــــناروقـــربان

داستاهرځای ښکلاښکلا دی گـرانه

ته خـــو دمـینی اوعزت خــاونـد یی

زمـــونږه تــاتــه احــتــرام دی کنه

دهـــریــوخــپل ځایونه خـپل مرتبی

خــومهـترلام خـومهـترلام دی کنـه

 

تاخـــوغیــرت تــاخــوایمــان گـټلی

زاردی غیـــرت اولــه ایمانـه شـمه

تـا دی وگـــړوتــه لــغــمان گـــټلی

زاردی غــیرت اولـه ایمانه شمــه

تـــه نــازولــی دالله یــی گـــرانــه

ځکه خـو جیگ داستا مقام دی کـنه

دهـــریــوخپل ځایونه خـپل مــرتبی

خـومهترلام خـومهترلام دی کــنــه

 

دښــایســتونو مـنــظـره ښکاریـږی

تــرینـه لوگی تری سپیلنی شمه زه

دگلابـــونـــو باغــچه ښــکــاریږی

تـرینـه لـوگی تـری سپیلنی شمه زه

ځکـــه جوړکړی یی دزړه په مینه

دتــصور ښـــایســته کلام دی کــنه

دهـــریــوخــپل ځایونه خپل مرتبی

خـو مهـترلام خـومهـترلام دی کنه

 

نفلوكي مي هم ته ي‍ی

په ويښه كي مي تـه ي‍ی په خـــوبونو كي مي ته يی

له زهنه مي هيڅ نـه لويـږي خيالونو كي مي ته يی

زړگي خــومي داسـتا دي تـا پخـــــوا راځـنـي وړي

اوس سترگو كي مي اوسي نظرونوكي  مي  ته يی

بس ورځ خو پـرما هسي لالهـــانده غــوندي تيرشي

چي شـپه راشي جـانـانـه په نفـــلونو كي مي ته يی

زیارمحمد (تصور)

 

تصاویر زیباسازی نایت اسکین
|+| لیکل شوی د زیارمحمد (تصور) لخوا په سه شنبه 1390/10/27  |
 
 
بالا